لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان،سعودي اؤ دنړۍ مختلفو هیوادونو کې مسلمانان نن غټ اختر نمانځي


دافغانستان،سعودي عرب اؤ خلیجي هیوادونو په ګډون دنړۍ ګڼ شمیر هیوادونو کې نن مسلمانان دلویې اختر وړومبۍ ورځ نمانځي اؤ دسنت ابراهیمي دیاد په تازه کولو سره دڅاروؤ قربانۍ کوي.

ټاکل شوې ده سبا دیکشنبې یا اتوار په ورځ په ټول پاکستان کې لویې اختر نمانځل کيږي خو دخالي په ورځ هم دسرښار پېښور ترڅنګ دخېبرپښتونخوا دقبايلي سيمو په ځينو برخو کې داختر وړومبۍ ورځ نمانځل شوې ده .

دسیمې نه رارسیدلي رپورټونه وایي دسرښار پېښور،ضلع مهمند، باجوړ او خېبر په بیلابیلو برخو کښې دخالي په ورځ په جوماتونو اؤ عيدګاه ګانو کښې خلکو دلویې اختر نمونځونه کړي دي اؤ اؤ وروسته یې دسنت ابراهيمي په ياد تازه کولو سره دڅاروؤ قربانۍ هم کړي دي.

دمهمند، باجوړ او خېبر قبایلي ضلعو په اکثرو سيمو کښې به سبا دحکومت سره یو ځائ اختر نمانځل کیږي.

په پېښور کښې افغان مهاجرينو دخالي په ورځ داختر نمونځ کړی دی.

داختر دنمانځه لويه اجتماع دبورډ تاج اباد سیمه کښې شوې ده چې پکې په ګڼ شمير کښې افغان کډوالو برخه اخستې وه.

دسعوي عرب مکه مکرمه او مدينه منوره کې دخالي یا شنبې په ورځ داختر دنمونځونو لويو اجتماعاتو کې دلکونو په شمير کې مسلمانانو برخه اخستې او وروسته يې څاروي قرباني کړي دي.

په متحده عرب اماراتو او نورو خليجي هيوادونو کې هم نن دلويې اختر لمړۍ ورځ نمانځل شوې ده،

ددې ترڅنګ برطانيه، امريکا او نورو اروپايي هيوادونو کې هم نن داختر وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي، په هند، ترکي او نورو هيوادونو کې هم نن په مذهبي جوش او جذبې سره داختر وړومبۍ ورځ نمانځل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG