دخیبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو په ګډون نن په ګرد پاکستان کې دغټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي اؤ مسلمانان دابراهیم علیه السلام دسنت تازه کولو په خاطر د څاروؤ قربانۍ کوي.
دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعو په ځېنو برخو کې پرون دخالي په ورځ هم اختر نمانځل شوی ؤ اؤ په پاکستان کې میشت افغان کډوالو دافغانستان اؤ سعودي عرب داختر سره سم دشنبې یا خالي په ورځ اختر کړی ؤ.
په سعودي،عرب، افغانستان،خلیجي هیوادونو،امریکا ، برتانیه اؤ ګڼ شمیر نورو هیوادونو کې مسلمانانو دشنبې په ورځ غټ اختر نمانځلی ؤ.
پولیس وایي خیبر پښتونخوا کې داختر په موقعه دڅه رقم بدې پېښې دمخې نیولو لپاره دپولیس ځواکونه چمتو کړل شوي دي اؤ په ټولو حساسو سیمو کې دامنیت ټینګښت ته کوټلې پاملرنه شوې ده.
سږکال د غټ اختر نه وړاندې په خیبر پښتونخوا اؤ ضم شوؤ قبایلي ضلعو کې د ترهګرو لخوا په امنیتي ځواکونو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر دامنیتي اهلکار وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
دخیبر پښتونخوا دپولیس محکمې له لوري داختر نه یوه ورځ وړاندې یو بیان کې ویل شوي چې صوبه کې دامنیت ټینګښت دپولیسو مهمه ذمه واري ده اؤ پولیس ځواک خپلې دې ذمه وارۍ ترسره کولو ته په هر شان حالاتو کې چمتو پاتې شوی دی.
بیان کې ویل شوي چې داختر په موقعه به هم پولیس خپلو فرايضو ته بیدار ولاړ وي اؤ داولس د مال وسر خوندي ساتلو ذمه واري به ترسره کوي.
تر دې وړاندې پاکستان کې د کرونا وایرس دلړۍ له امله د تیرو څو اخترونو رنګونه پېکه پاتې شوي وؤ خو سږکال په خیبر پښتونخوا اؤ دهیواد په نورو برخو کې خلکو غټ اختر ته په پراخه کچه تیارۍ په داسې حال کې نیولي چې دصحت محکمې چارواکو په ولس غږ کړی چې دکرونا وایرس لړۍ یو ځل بیا په چټک کیدو ده اؤ ولس باید احتیاطي تدابیر په نظر کې وساتي.
دغټ اختر په موقعه پېښور کې په سینیماګانو یو شمیر نوي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړل شوي اؤ ددې ترڅنګ دسر ښار پېښور په ګډون دصوبې بیلابیلو برخو کې دهنري کنسرټونو تابیا هم نیول شوې ده.
همدا شان په دې لویې اختر یو شمیر پښتنو سندرغاړو خپلې نوې سندرې هم ریلیز کړې دي