لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د مصطفی تاجزاده په نوم سیاسي فعال د امنیتي ادارو په ضد د دسیسو په تور نیولی


واشنګټن ـــــ د ایران نیمه سرکاري رسنۍ د شنبې- خالي په ورځ یو رپوټ خپور کړی چې وایي ایراني چارواکو اصلاح غوښتونکی سیاسي فعال مصطفی تاجزاده په دې تور نیولی چې وایي د ایراني امنیتي ادارو په ضد یې دسیسې جوړولې.

مصطفی تاجزاده د ایران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په حکومت کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر وو.

فارس خبري ایجنسۍ وایي تاجزاده د جمعې په ورځ له ماسپښین وروسته نیول شوی او "د [احتجاجي] غونډې او د هېواد د امنیت په ضد د دسیسې جوړولو تور پرې لګول شوی دی".

تاجزاده په 2009م کال کې د ایران د سخت دریځه ولسمشر محمود احمدي نژاد تر دویم ځل لانجمنې ټاکنې او له هغه وروسته د ګډوډیو په نتیجه کې ونیول شو او څو کاله یې په زندان کې تېر کړل.

مصطفی تاجزاده د ایران مشهور سیاسي فعال دی چې تل د دې هېواد پر مشرانو او اعلی چارواکو نیوکې کوي. هغه پر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي هم کلکې نیوکې کولې او د بند پر مهال یې هغه ته له زندانه پرانیستی لیک هم ور لېږلی وو.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې مصطفی تاجزاده تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي که د ایټمي تړون پر سر بیا پیل شوې خبرې ناکامه شوې ذمه وار به یې خامنه یي وي:

"اوسنیو ناوړه اقتصادي حالاتو او د خلکو خفګان ته په کتو که د ایټمي تړون د بیا نوي کولو هڅې ناکامه شوې ناوړه نتیجې به ولري او ذمه وار به یې رهبر وي".

د تهران د عدلیې خبري رسنۍ میزان نیوز د شنبې- خالي په ورځ ویلي، سرکاري وکیل علي صالحي د دوو کسانو نیول تایید کړي او وایي د دغو نیول شویو کسانو فعالیتونو "تفریق پیدا کړی" چې وایي دا "د مېډیا او د خلکو پارولو سبب شوی وو".

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د جمعې په ورځ هغه وخت د دوو فلم جوړوونکو د نیول کېدو خبر ورکړ، چې دوی پر ټولنیزو رسنیو د اپیل په نوم درخواست پوسټ کړی وو.

پر دغو فلم جوړوونکو تور لګېدلی چې له ایرانه بهر د حکومت له مخالفو ډلو سره اړیکې لري او د ایراني امنیتي ادارو په ضد پلانونه جوړوي.

د جایزې ګټونکی فلمي هنرمند محمد رسولوف او د هغه همکار مصطفی الاحمد په دې تور نیول شوي چې وایي پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي اپیل کې یې د ایران له امنیتي ځواکونو د وسلو ایښودلو غوښتنه کړې وه. لږ تر لږه 70 تنه ایراني فلم جوړوونکو او د فلمي صنعت کارکوونکو دا اپیل لاسلیک کړی دی.

د #put_your_gun_down یا [وسله پر مځکه کښېږده] په نوم هېشټېګ د ایران په جنوب لوېدیځ ښار ابدان کې د روان کال په پیل کې د یوې ودانۍ تر نړېدو وروسته د تاوتریخوالي هغو پېښو ته اشاره ده چې لږترلږه 41 کسان پکې ووژل شول.

ایران په وروستیو میاشتو کې د فرانس د دوو وګړو او یوه سویډني سیلاني په ګډون یو شمېر یورپي وګړي هم نیولي دي چې غواړي د جوهري تړون په اړه په مذاکراتو کې ترې ګټه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG