دطالبانو دحکومت وزیراعظم یا رییس الوزارا افغانستان کې دښځو اؤ نجونو په اره د نافذو قوانینو څخه په دفاع کولو ویلي ددوئ حکومت د الله له لوري انسانانو لپاره په ټاکل شوؤ انساني حقونو عمل کوي چې دوئ پکې دبدلون کولو جرات نه شي کولی.
دطالبانو دا بیان دملګرو ملتونو دبشري حقونو دکونسل لخوا دمنظور کړل شوي هغه پرېکړه لیک نه یوه ورځ وروسته مخې ته راغلی دی چې پکې افغانستان کې په واکمنو طالبانو ټینګار شوی ؤ چې په افغان میرمنو لګول شوي هغه بندیزونه باید بېرته واخلي چې له امله یې دمیرمنو اساسي بشري حقونه ازغیزمن کیږي اؤ هغوئ په ټولنه کې په نظر نه راځي.
دشنبې په ورځ کابل کې دغټ اختر په اړه راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې دطالبانو دحکومت رییس الوازارا ښاغلي ملا حسن اخند ویلي "خلک وایي چې اسلامي امارت دافغانستان دسړو اؤ میرمنو دبشري حقونو پرواه نه کوي"
هغه خپله دې وینا کې دطالبانو د واکمنۍ په مهال دښځو سره په ساتل شوي ناروا سلوک دمخ په زیاتېدونکو نیوکو حواله هم ورکړه.
دنوموړي وینا وه "بشري حقوق په دوه رقمه وي ، یو هغه چې غیرمسلمو دځان لپاره ټاکلي دي اؤ دهغې پابند دي اؤ دوهم رقم هغه انساني حقونه دي چې الله دانسانانو لپاره ټاکلي دي"
ملا حسن اخند وویل که چرې ددوئ موخه هیواد کې اسلامي نظام پځائ کول وي نو د دوئ حکومت څنګه دا (حقوق) نه شي پځائ کولی. هغه داسلامي نظام یوه برخه ده اؤ (دالله له لوري مسلمانانو ته ښودل شوې) غوره لاره ده.
تیرکال داګست په میاشت کې طالبانو په کابل قبضه کړې وه خو له هغې راپدیخوا جوړ شوي یوازې دسړو حکومت کې دښځو په لباس، دهغوئ په ولسي اؤ تعلمي فعالیتونو بندیز لګول شوی .
دطالبانو دحکومت لخوا په ښځو اؤ نجونو دبندیزونو دا عمل نړي واله ټولنه دطالبانو واک ته له رسیدو مخکې دهغوئ لخوا دشوې هغه ژمنې سرغړونه بولي چې ویل یې دافغان وګړو حقونو ته درناوی لري.
دطالبانو حکومت افغان میرمنو ته په ولسي ځایونو کې دنقاب کولو امر کړی دی اؤ سپینه کړې یې ده چې که په دغه امر یوه ښځه عمل ونه کړي نو دکورنۍ سړی به یې زندان ته اچول کیږي.
ددې ترڅنګ طالبانو دشپږم ټولګي نه بره دنجونو په زده کړو بندیز لګولی دی اؤ دا مهال افغانستان دنړۍ دهغه یوازیني هیواد په توګه راڅرګند شوی دی چې تر شپږم ټولګي پورته پکې نجونې د زده کړو اجازه نه لري.
تر دې وړاندې دجمعې په ورځ ملګرو ملتونو افغانستان کې دبشري حقونو د وضعیت په اړه یو پرېکړه لیک منظور کړی ؤ.
دا پرېکړه لیک اروپایي اتحادیې وړاندې کړی ؤ اؤ تر پنځوسو زیاتو ملکونو یې په منظورولو کې مرسته کړې وه.
ملګرو ملتونو کې داروپایي اتحادیې سفیر لوټي نوډسن وایي دښځو اؤ نجونو پرضد دطالبانو ګامونه داندېښنې وړ دي.
تر دې وړاندې تیره اوونۍ دملګرو ملتونو دبشري حقونو دڅانګې مشرې مشیل بیچلیټ په طالبانو تور لګولی ؤ چې افغانستان کې یې دښځو اؤ نجونو نقش دومره راکم کړی چې هغوئ لکه بیخي د ولسي ژوند د درشل نه بهر په ډډه ودرول شوي وي.
(د وي او ای اردو په مننه، ددې یادګیرنې سره چې ددې رپورټ په جوړولو کې دجینوا نه لیزا شیلاین مرسته کړې ده)