ملګرو ملتونو د ګل/ دوشنبې په ورځ [11 جولايۍ] تمه څرګنده کړې چې د نړۍ ابادي به د روان کال 2022 د 15 نومبر پورې اته اربه ته ورسي. او هند به د چین ځای ونيسي د نړۍ تر ټولو زياته ابادي به په هند کې وي.
ملګرو ملتونو د کال 2022 د ابادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت چې هر کال دغه ورځ په 11 جولايۍ نمانځل کيږي، دې ځل له دغې ورځې ته [ اته اربه نړۍ] نوم ورکړی شوی چې [د ټولو د راتلونکي په لور، د فرصتونو څخه ګټه پورته کول، حقونه يقيني کول او انتخاب/ خوښه د ټولو دپاره].
سره د دې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونیو ګېټرس 2022 کال ته د نړۍ د ابادۍ د پړاو کال ويلي، په کال 2020 کې د ابادۍ د سېوا کېدو شرح يو فيصد راکمه شوې او دا د 1950 نه وروسته د ابادۍ سېوا کېدو تر ټولو کم رفتار دی.
ويل شوي د نړۍ ابادي د کال 2030 پورې 8.5 اربه، د کال 2050 پورې 9.7 اربه او د کال 2080 پورې 10.4 اربه ته رسېدلی شي او د کال 2100 پورې به هم 10.4 اربه وي.
د ملګرو ملتونو ترمخه تمه کيږي چې د کال 2050 پورې به نيمه ابادي په افريقه کې سېوا کيږي، کوم چې په نړۍ کې په تېزۍ سره د ابادۍ سېوا کېدونکی براعظم وي.
سره د دې چې په افريقا کې د زيږون کچه راټيټيږي تمه کيږی چې د کال 2050 پورې به د زېږون شرح 2.2 وي، دا شره په کال 2019 کې 2.5 او په کال 1990 کې 3.2 وه.
د ابادۍ نړيواله ورځ د زياتې ابادۍ سره د زياتو مهمو مسلو یادګېرنه کوي. دا وخت د نړۍ ابادي په 7.942 انسانانو مشتمله ده.