لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د جګړې په سیمو کې زرګونه ماشومان له سختو ځورونو سره مخ دي


واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه په تازه رپوټ کې وایي د اوکراین او افغانستان په ګډون د جګړو په سیمو کې زرګونه ماشومان تېر کال د جنسي تېریو، معذورۍ او وژنو په ګډون له شدیدو ځورونو سره مخ شول او وایي د ماشومانو لپاره د شخړو په نویو سیمو کې دا اندېښنې نورې هم پسې زیاتېږي. په رپوټ کې بوکوحرام، د داعش افریقا ډلې او افغان طالبان د ماشومانو په تښتونو، ځورونو او جګړه کې استعمالولو باندې تورن کړي دي.

د ماشومانو او وسلوالو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې ویرجینیا ګېمبا د خپل کالني رپوټ د خپرولو پر وخت رسنیو ته وویل، د جګړو په سیمو کې د کال د هرې میاشتې په هره ورځ کې که زرګونه نه وي سلګونه ماشومان خو ضرور د جګړو قرباني کېږي.

په رپوټ کې ویل شوي چې تېر 2021م کال افغانستان، د کانګو هېواد، اسرایل، د فلسطین قبضه شوې سیمې، سومالیه او یمن د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکې سیمې وې. مېرمن ویرجینیا ګېمبا وایي:

"د ماشومانو د وژنې او معذورۍ تقریباً څلوېښت فیصده پېښې د جګړو د پاته چاودېدونکو موادو، ماینونو او لاسي جوړو بمونو له کبله کېږي، ښکېلې ډلې دې ددې ذمه واري ومني او نه یواځې له کارولو یې ډډه وکړي، بلکې تر شخړې وروسته یې د پاکولو کار ته هم لومړیتوب ورکړي، ځکه چې دا مځکه زهرجنه کوي، د خلکو د بیا استوګنې مخه نیسي او په لسګونو کلونو ماشومانو ته زیان رسوي".

د ماشومانو او وسلوالو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر تېر کال په نړۍ کې د ماشومانو په وړاندې د شدیدو سرغړونو 24,000 پېښې تایید کړې دي، وایي تر 8,000 زیات ماشومان د جګړو له کبله وژل شوي یا معذوره شوي دي.

رپوټ وایي 6,310 ماشومان د جګړو لپاره ګومارل شوي او په جګړه کې ترې کار اخیستل شوی او نیژدې 3,500 ماشومان تښتول شوي دي.

د ماشومانو او د وسلوالو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ویرجینیا ګېمبا
د ماشومانو او د وسلوالو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ویرجینیا ګېمبا

په رپوټ کې ویل شوي د پرېشانۍ وړ حالت او رجحان- چې دوی ته د پلټنو په مهال معلوم شوی- هغه د ماشومانو د تښتونو او جنسي ځورونو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی دی، وایي دا دواړه کارونه د 2020م کال په نسبت 20 فیصده زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د افغان طالبانو ډله په هغه فهرست کې شامله شوې چې وایي‌ په جګړه کې د ماشومانو په ګومارلو، معذورۍ، وژلو، تښتولو او پر سکولونو او روغتونونو په بریدونو کې لاس لري.

مېرمن ویرجینیا ګېمبا وایي د تېر کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنۍ سره په افغانستان کې د ماشومانو په اړه د دوی څارنه پای ته ورسېده او ملګرو ملتونو خپل پام بیړنیو بشري مرستو ته واړاوه، خو وایي د طالبانو په لومړیو اووه نیمو میاشتو کې د ماشومانو په وړاندې د سرغړونو تقریباً 3,000 پېښې تایید شوې دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي، کوم ماشومان چې په جنسي توګه له تشدد سره مخامخ شوي په هغوی کې 98 فیصده نجونې دي او وایي ډیری تښتول شوې نجونې بیا قاچاق کیږي.

مېرمن ویرجینیا ګېمبا وایي توندروه وسلوالې ډلې لکه بوکو حرام او د داعش ډلې د لوېدیځې او ختیځې افریقا څانګې تر پخوا اوس ډېرې فعاله دي او دوی په ځانګړې توګه نجونې ډېرې په نخښه کوي.

مېرمن ګېمبا د اوکراین له روانې جګړې بهر هم ځینې نور سببونه ښوولي چې وایي ماشومان یې اغېزمن کړي دي:

"موږ د دوه ډوله معلوماتو پراخوالی لیدلی چې ماشومان اغېزمن کوي او دا د ډېرې اندېښنې وړ دي. یو پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه دي. زه فکر کوم تر دې وخته کېدای شي دا تر ټولو لویه اندېښنه وي او بل د ماشومانو وژل او معذوره کول دي".

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي که څه هم د دوی څارل شوې ډېری سرغړونې د هلکانو په وړاندې وې چې شاوخوا 70 فیصده وې، خو وایي په مجموعي توګه د هلکانو د ځورونو شمېر کم شوی او نجونې د وژنې او معذورۍ، تښتونې او جنسي تېري له زیاتو پېښو سره مخ شوې دي.

مېرمن ویرجینیا ګېمبا وایي په 2020م کال کې د شدیدو سرغړونو له قرباني شویو څلورو ماشومانو څخه یوه او په 2021م کال کې له دریو څخه یوه یې نجلۍ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG