لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په شام کې په ډرون برید کې د داعش د سر په پينځو مهمو مشرانو کې يو وژلی


د امریکې د دفاع محکمې ويلي، په شام کې يې په يو ډرون بريد کې د داعش د سر په پينځه مشرانو کې يو وژلی دی، د امریکې مرکزي کمانډ [سېنټکام] په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې ماهرال الاجل د نهې/ سه شنبې په ورځ وژل شوی او په بريد کې يو بل نامعلومه مشر هم سخت ژوبل کړی شوی دی.

امریکې دغه ډرون برید د ترکي د پولې سره نزدې د شام په شمال ختيځه علاقه جندراس کې کړی دی.

سېنټکام ويلي، الاجل د داعش د پراخولو او پياوړي کولو زمه واري وو.

صدر جوبايډن د نهې په ورځ په يو بيان کې دغه بريد ستايلی او بريد ته یې يو طاقتوره پېغام ويلي دي.

نوموړي ويلي، چې په شام کې د داعش يو غټ مشر د مخې نه لرې کړی شوی دی او په دغه کار سره په علاقه کې د دې ډلې د منصوبه بندۍ او توان راکم کړی شوی دی.

هغه زياته کړې څنګه چې په فرورۍ په عملياتو کې د داعش مشر ختم کړی شوی وو د هغې نه دغو ټولو ترهګرو ته پېغام ځي څوک چې زمونږ د ملک او ټولې نړۍ دپاره خطر دي.

په شام کې د بشري حقونو د څار [برتانوي] ادارې ويلي الاجل په داسې حال کې په میزايل په هدف کړی شوی چې هغه په موټر سايکل روان وو.

ويل شوي هغه د کال 2020 نه د ترکي په ملاتړ تورنې احرار الشرقيه په حفاظت کې د شام په شمال لويدیځه سيمه کې اوسېدو.

وي او اې په ازاده توګه د ادارې دغه خبر نه دی تاييد کړی.

سېنټکام ويلي په لومړو معلوماتو کې معلومه شوې چې په بريد کې عامو خلکو ته کوم تاوان نه دی اوښتی.

امريکايي ځواکونو څو ورځې وړاندې د شام په شمال ختيځ ښار جرابلس کې د داعش د عملياتو سهولت کار هاني احمد الکردي نيولی وو.

د مې د مياشتې په وروستيو کې د ترکي چارواکو دعوه کړې وه چې د داعش نوی مشر ابو الحسن الهاشمي القرېشي په استنبول کې نيول شوی وو، ويل شوي وو هغه د داعش د مشر القرېشي په ځای مشر جوړ کړی شوی وو چا چې د شام په شمال ختيځ کې د امريکا د عملياتو په مهال ځان ته چاودنه ورکړې وه.

نه خو امريکې او نه د ترکي چارواکو تاييد کړې وه چې نيول شوی تن ابو الحسن وو، خو ځینې چارواکو وي او اې ته تاييد کړې وه چې نيول شوی د داعش مهم مشر وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG