لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی شوی


Pakistan Monsoon Rains
Pakistan Monsoon Rains

په پاکستان کې د موسمياتو محکمې ويلي، روانه اوونۍ په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سيند او پنجاب کې د نورو بارانونو امکان دی. د سرکاري شمېرو ترمخه د تيرې میاشتې راهسې د بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو کې د 160 پورې کسان هم مړه شوي دي.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [12 جولايي] د موسمياتو محکمې ويلي، د 14 نه 17 جولايي پورې د سيند صوبې په زياترو سيمو او بلوچستان کې ځای په ځای د تېزې سيلۍ سره د تېز باران امکان دی.

د راپورونو ترمخه د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې په وروستيو بارانونو کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي، په کراچۍ کې د لوی اختر په ورځو کې سخت بارانونه شوي په سړکونو اوبه ډنډ شوي، ژورو کورونو ته اوبه ننوتي او د بجلۍ ستونزه جوړه شوې وه.

د موسمياتو محکمې ويلي، د 13 جولايۍ نه تر 15 جولايۍ د خېبرپښتونخوا په برنو سيمو او پنجاب کې هم په دمې دمې سره د قلار او تېز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د باران له امله د ممکنه اثراتو په اړه د موسمياتو محکمې ويلي، د تیزو بارانونو سره په ژورو علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او سېلابونو راتلو خطره ده، دغه رنګ په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو اندېښنه هم څرګنده کړی شوې ده.

د موسمياتو محکمې اړونده ادارو ته د احتياطي تدابيرو لارښوونه کړې ده.

او ورسره مسافرو او سېلانيانو ته په سفرونو کې د احتياط کولو ويل شوي دي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې ترمخه د 14 جون راهسې د بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو کې د پرون 12 جولايۍ پورې 160 کسان مړه شوي چې پکې 73 سړي، 45 ښځې او 43 ماشومان شامل دي، او 169 کسان ژوبل شوي دي.

پاکستان کې د بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو کې زياتې مړينې په بلوچستان صوبه کې شوي او 64 کسان مړه شوي دي، په سيند صوبه کې 34، په خېبرپښتونخوا کې 24 او پنجاب کې 23 کسان مړه شوي دي.

د ادارې ترمخه په باراني پېښو کې د 1100 نه زياتو کورونو او فصلونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG