واشنګټن ـــــ ازبکستان اعلان کړی د روانې جولای میاشتې پر 25مه او 26مه به د افغانستان په اړه د یو نړیوال کانفرنس کوربه وي چې وایي د څه باندې شلو هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.
خو تر اوسه یې دا نه ده څرګنده کړې چې په دې کانفرنس کې به د کومو شلو هېوادونو استازي ګډون کوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کانفرنس کې به د افغانستان د اقتصادي، تجارتي او بشري حالاتو تر څنګ د طالبانو د حکومت په اړه هم خبرې وشي:
"د غونډې اصلي مقصد په افغانستان کې د استحکام، امنیت، له جګړې وروسته د بیارغونې او د سیمه ییزو همکاریو په عمل کې ددې هېواد د ګډون په خاطر د نړیوالې ټولنې د تګلارو لپاره د یو لړ اقداماتو او وړاندیزونو جوړول دي چې دا د افغانانو او نړۍ په ګټه ده".
ازبکستان په داسې وخت کې د افغانستان په اړه دغه نړیوال کانفرنس را بللی چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت کم کال په پوره کېدو دی خو حکومت یې لا د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
ټاکل شوې چې په تاشکند په دې نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د بهرنیو چارو د نګران وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی هم ګډون وکړي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته ویلي:
"یو پلاوی به پکې ګډون کوي چې د وزارتونو او د مختلفو ادارو غړي به پکې شامل وي او اسلامي امارت به خپلې اړتیاوې بیانوي او د کانفرنس په څنډه کې به له یو شمیر نورو مشرانو سره هم لیده کاته کوي".
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف هم په کانفرنس کې د طالبانو ګډون تایید کړی، خو وایي دا په دې معنا نه ده چې ګوندې د هغوی حکومت په رسمیت پېژندل شوی دی.
ښاغلي نوروف د جولای پر 11مه په ماسکو کې رسنیو ته ویلي، "موږ د دې کنفرانس له لارې اوسني چارواکي [طالبان] خبرول او دا ډاډ تر لاسه کول غواړو چې دوی خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي".
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان په اړه ګڼ شمېر بهرني کانفرنسونه جوړ شوي چې پکې بشري مرستو ته له توجه سره سره له طالبانو په ټینګار سره غوښتل شوي چې ټولګډ حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونو ته درناوی ولري.
خو طالبانو تر یوولس میاشتو پوره کېدو وروسته هم نه خو په حکومت کې داسې بدلون راوستی چې له خپلې ډلې پرته نور خلک په حکومت کې شامل کړي او نه یې هم ښځو ته په حکومت او ادارو کې د کار کولو ازادانه اجازه ورکړې ده.