لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیسو نړیواله اداره پاکستان ته په 1,177 میلینه ډالرو پور ورکولو باندې راضي شوې ده


واشنګټن ـــــ د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف ویلي، پاکستان ته تر یوولس سوه میلینه ډالرو د زیاتو پیسو ورکولو په یوه لوظنامه راضي شوي دي.

د شورو- چارشنبې په ورځ ای ایم ایف په یو بیان کې ویلي، دا تړون به هله عملي کېږي چې د دې ادارې اعلی چارواکي یې منظوري ورکړي.

ای ایم ایف په خپل بیان کې ویلي، په نړیواله کچه لوړو بیو او د پاکستان له خوا په مالي څانګه کې ناوخته پرېکړو د پاکستان د روپۍ بیه کمه کړې او د هېواد په خزانه کې یې د ډالرو پانګې اغېزمنې کړې دي.

د پیسو نړیواله اداره وایي پاکستان به په نوي منظور شوي بجټ کې د اقتصاد ښه کولو لپاره ګامونو عملي کولو ته لومړیتوب ورکوي، د روپۍ بیه به د مارکیټ خوښې ته پرېږدي او یوه فعاله مالي تګلاره به خپلوي.

بیان زیاتوي پاکستان به په اقتصاد کې بنیاد اصلاحات راولي او د کمزورو وګړو د خوندي ساتلو پلانونه به غزوي:

"پاکستان پر یو ستونځمن اقتصادي پړاو ولاړ دی، تر اقتصادي حد زیاتې ګرمۍ یې په روان مالي کال کې لویې مالي او بهرنۍ خسارې پیدا کړې، افراط زر یې زیات شو".

ای ایم ایف وايي له 1,177 میلینه ډالرو سره به پاکستان ته د روان مالي پروګرام په بنیاد تر اوسه 4.2 اربه ډالره ورسېږي، د دې پروګرام له مخې به تر بل کاله پورې ای ایم ایف پاکستان ته ټول اووه اربه ډالره ورکوي.

د خزانې د مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل ترمخه پاکستان ته دا وخت د 42 بيلېنه ډالرو ضرورت دی او په دې کې به يوازې 21 ارب ډالرې د قرض او سود بېرته ستنولو کې ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG