لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

«ملاله فنډ» نړۍ ته پرانیستی لیک: پر طالبانو فشار زیات کړئ چې سمدستي د نجونو سکولونه پرانیزي


واشنګټن ــــــ یوولس میاشتې کېږي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي دي، د تعلیم لپاره د ملالې یوسفزۍ د ادارې «ملاله فنډ» کارکوونکو په یوه پرانیستي خط کې له نړیوالو په کلکه غوښتي، طالبان دې له سفارتي لارې مجبور کړي چې سمدستي د نجونو سکولونه خلاص کړي. بل لور ته د ملګرو ملتونو استازي له حامد کرزي او ډاکټر عبدالله سره په ناسته کې هم د نجونو د سکولو په خلاصېدو ټینګار کړی دی.

د 2021م کال د ستمبر پر 12مه د طالبانو تر واکمنۍ څه کم یوه میاشت وروسته چې سکولونه بیرته پرانیستل شول، تر شپږم ټولګي پورته نجونې تر څو ګنټو وروسته بیرته کورونو ته ولېږل شوې او تر اوسه لا هم له تعلیمه محرومې ساتل شوې دي.

د نړۍ د هېوادونو او بشري حقونو د تنظیمونو غوندې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ هم په تېرو میاشتو کې پرله پسې له طالبانو غوښتي چې د نجونو بند سکولونه خلاص کړي او هغوی ته د تعلیم حق ورکړي.

د تعلیم لپاره په نړیواله کچه د ملالې یوسفزۍ د کارکوونکې ادارې «ملاله فنډ» دوو کارکوونکو رحیم جامي او دیما حِرم «د نړۍ د مشرانو په نوم» یو پرانیستی خط لیکلی چې وایي 300 ورځې کېږي د افغانو نجونو ښوونځي بند پاته دي.

په دې خط کې چې د جولای پر 14مه په څلورو ژبو انګرېزي، پښتو، دري او اردو خپور شوی لیکل شوي چې د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز څومره غزېږي هغومره نجونې سکولونو ته له تګه ناهیلې کېږي:

"مونږ د نجونو د پوهنې د مبارزینو او فعالینو په حیث له تاسې غواړو چې د افغان نجونو غږ بدرګه کړئ. هغه څه چې مونږ یې له تاسې غواړو یواځې د اعلامیې خپرول او یا په نړیوالو ناستو کې یوه شېبه چوپتیا غوره کول نه دي. نړیوال باید ډیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي چې طالبان سمدلاسه د نجونو پر مخ بند ښوونځي پرانېزي".

بل لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یوناما ځانګړي استازي مارکیس پوټزل پرون په کابل کې له مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې د شورا له مخکیني‌ مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي او په افغانستان کې د تعلیم د حالت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

حامد کرزي پر خپل ټویټر او فېسبوک پاڼه د دې ناستې عکس خپور کړی خو تفصیلي معلومات یې نه دي خپاره کړي‌ او لیکلي یې دي:

"په دې لیدنه کې په افغانستان کې د تعلیم پر ودې، په ځانګړې توګه د نجونو پر تعلیم خبرې وشوې او د شپږم ټولګې څخه پورته د نجونو د ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانیستلو تاکید وشو".

طالبانو د نجونو د تعلیم په اړه د نړیوالو غوښتنو ته په جواب کې ویلي، چې له اسلامي اصولو سره سم به پر خپل وخت د نجونو سکولونه بیرته خلاص کړي او هغوی به د تعلیم حق ولري، خو دا نه ده معلومه چې دا ژمنه به کله پوره کړي.

د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره د «ملاله فنډ» افغانو مبارزینو په خپل پرانیستي خط کې ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې میلینونو افغانو نجونو او ښځو زدکړې وکړې او نړیوالو له افغان ادارو او سازمانونو سره ژمنې کړې وې اوس د هغه ژمنو د سر ته رسولو وخت راغلی دی:

"د داسې مشرانو په توګه چې انساني حقونو، برابرۍ او عدل ته ژمن وي، د داسې لکونو کورنیو او نجونو تر څنګ درېدل یې اخلاقي دنده ده چې ښوونځي پرانیستي غواړي او د خپلو کلتوري، ټولنیزو او سیاسي حقونو غوښتنه کوي".

په دې پرانیستي خط کې- چې د تعلیم لپاره د لبنان، بنګله دېش او د افغانستان د بېلابېلو ادارو اتو مشرانو هم تایید کړی- غوښتنه شوې چې په ستمبر کې کېدونکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې دې له افغانستان سره په تړاو درې کارونه ضرور وشي:

"لومړی: پر طالبانو فشار زیات کړئ چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه خلاص کړي او ښځې کارونو ته پرېږدي.

دویم: د افغانستان له تعلیمي نظام سره دې سمدستي مرسته وشي او د افغانو ښځو د حقونو تنظیمونو او نجونو ته د متبادلو زدکړو لپاره دې د مدني ټولنې تنظیمونو ته فنډ ورکړل شي.

دریم: د افغانستان د تعلیم د ډګر له مبارزینو، فعالینو او انصاف غوښتونکو سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د افغانستان د راتلونکي په اړه د دوی د غوښتنو شریکولو ته موقع برابره کړئ".

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG