لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي جې پي د اسلام خلاف ټویټ په سر د ټولنيزو رسنیو مشر د څوکۍ نه لرې کړی


په هند کې واکمنه حکومتي ګوند بهارتي جنتا پارټۍ [بي جی پي] د خپل ګوند د هريانه رياست دپاره د ټولنيزو رسنيو مشر د اسلام خلاف ټویټ په سر لرې کړی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه د هند د هريانه رياست د بهارتي جنتا پارټۍ د ټولنيزو رسنيو مشر اروند يادېو پینځه کاله مخکې دغه ټويټ کړی وو او په هند کې مسلمانانو د هغه د نيولو غوښتنه کړې وه.

يادېو په کال 2017 کې د ويسکي په ګلاس کې د واورې کيوب ته د خانه کعبې تشبيح ورکړې وه.

د روانې مياشتې جولايۍ په سر کې دغه پينځه کلن مخکنی ټويټ په ټولنيزو رسنيو راښکاره کړی شوی او مسلمان مشرانو د دغه ټويټ په سر د يادېو پرضد د قانوني کارروايۍ غوښتنه کړې وه، او بي جی پي بيا هغه د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی دی.

په تيلنګانا کې د مسلمانانو يو مشر سيد اظهرالدين وي او اې سره په خبرو کې ويلي وو، يادېو په ناوړه تورو کعبه په هدف کړې او د مسلمانانو زړه يې ازارولی دی. مسلمانه ټولنه د هغه د نيولو او د هغه عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه کوي.

او نوموړي د ناامېدۍ څرګندونه کړې چې داسې کومې اشارې نه ښکاري چې حکومت د هغه پرضد کومه کارروايي کوي.

په کال 2014 کې د نريندرا مودي د وزيراعظم جوړېدو نه وړاندې د هغه ګوند د ټولنيزو رسنيو څانګه جوړه کړې چې د هغه د فکر او سياسي پېغام رسانۍ دنده مخ په وړاندې یوسي.

دغه څانګې په وروستيو کې د مخالفه ګوندونو د مشرانو پرضد پروپېګنډا کړې او د ټولنيزو رسنيو رښتیا مالوونکو ويلي، چې بهارتي جنتا پارټۍ په تورنه توګه په ټولنيزو رسنيو جعلي خبرونه خپاره کړي دي.

فعال او د مسلمانانو ټولنه د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د بي جی پي په ټولنيزو رسنيو د مسلمانانو پرضد پروپېګنډه کيږي.

د ټيپو سلطان ګوند مشر شېخ صديق ویلي، د حکومت حکومت د پېغمر محمد ص د سپکاوي په سر د بي جی پي د ویاندې پرضد نوپور شرما پرضد هم کومه کارروايي نه ده کړې.

د مې په مياشت کې د بي جی پي وياندې نوپور شرما د پېغمبر اسلام په اړه څرګندونې په هند او نړيواله کچه مسلمان هېوادونو غندلې، په هند کې يې پرضد احتجاجونه هغه بيا د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شوې او د هند سپريم کورټ د پېغمبر اسلام په اړه د وزیراعظم نريندرا مودې د بهارتیا جنتا پارټۍ د پخوانۍ ترجمانې خبرو ټول هندوستان ته اور اچولی دی او پکاره ده چې هغه د قام نه معافي وغواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG