لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني روپۍ د تاریخ تر ټولو لاندې کچې ته غورځېدلې، ډالر د 222 روپو نه اوړېدلی


پاکستان کې داقتصادي بدحالۍ لړۍ دوامداره ده اؤ دنهې په ورځ په دغه هیواد کې دپاکستاني روپۍ په مقابله کې دتاریخ تر ټولو لاندې کچې ته غورځېدلې اؤ یو ډالر په بینکونو کې په 222 روپو اؤ 10 تبادله شوی دی.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ هم د ډالر نرخ 215.20 روپو ته ختلې ؤ خو دکاروباري اوونۍ په دویمه ورځ یعنې دسه شنې یا نهې په ورځ په دې کې د6.90 روپو نوره اضافه هم شوې ده .

دسه نهې په ورځ پاکستان کې یو ډالر په 222 روپو اؤ 10پیسو پلورل شوی چې تر دې وړاندې ډالر دپاکستاني روپۍ په مقابله کې کله هم دومره نه ؤ ختلی.

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان تیره ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې دپاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو علت دملک وروستي دبې باورۍ ډک سیاسي وضعیت ګرځولی ؤ.

دملک بوستان وایي داسې څرګنديږي چې په پنجاب صوبه کې د تحريک انصاف حکومت جوړ شي او امکان لري چې د دې سره د پاکستان د حکومت او نړيوالې مالياتې ادارې[ايي اېم اېف] ترمينځه په کاري اړيکو اغېزې وشي.

دملک بوستا په وینا پاکستان له به د اوس نه داسې ګامونه اخستل وي چې د هغې سره خپل خرڅونه، درامدي بل يا کرنټ اکاونټ خساره او بجټ خساره راکمه کړي، ځکه چې که د ايي اېم اېف سره د پور/ قرض ترسره شوې لوظنامه متاثره کیږي نو د پاکستان په مشکلاتو کې به اضافه وشي.

دا په داسې حال کې چې اوړمه ورځ د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په 20 څوکیو څوکيو ضمني انتخابات شوي، او د غېر حتمي نتيجو ترمخه پاکستان تحريک انصاف ګوند په دغو څوکيو کې 15 او مسلم ليګ ن ګوند څلور څوکۍ ګټلي دي او د هغې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان يو ځل بيا په ملک کې د انتخاباتو کولو غوښتنه تکرار کړې ده.

په وروستيو کې پاکستان د ايي اېم اېف سره د پور لوظنامه هم لاسليک کړې او د دغه لوظنامې لاندې به ايي اېم اېف پاکستان ته د يو ارب او 17 کروړه ډالره د اګست په مياشت کې ترلاسه شي.

خو اقتصاد پوهان وايي، په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله د ايي اېم اېف سره شوې لوظنامه هم د خطر سره مخ کېدی شي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې سره د لوظنامې په نتيجه کې مرکزي حکومت ټولې مشکل فېصلې کړي دي او د توانايۍ بيعې په ټېکسونو کې زیاتوالی، او رياعیتونه يې واپس اخستي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وويل نه ګڼي چې حکومت به عامو ټولټاکنو ته لاړ شي خو په ملک کې غېر يقيني صورتحال روان دی او که چرته دا حالات روان وي او د ايي اېم اېف سره پروګرام اغېزمن کيږي نو پاکستان به د نورو ډېرو مشکلاتو سره مخ شي.

څيړونکي وايي بل لور ته که څه هم د ايي اېم اېف سره معاهده شوې او پاکستان وايي چې دوست هېوادونه به ورسره هم لاس وکړي خو څو پورې چې په ملک کې سياسي بې ثباتي وي، د ملک اقتصاد به د دباو لاندې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG