لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او چین چارواکو افغانستان ته د سیپېک په غزولو خبرې کړې خو طالبان پکې نه وو


اسلام اباد ــــ د پاکستان او چىن اعلا چارواکو افغانستان ته د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ منصوبې د غزولو په امکاناتو خبرې اترې کړي چې داسې د جنګ له کبله د تباه شوي افغانستان اقتصادي ترقۍ او خوشحالې ته وده ورکړی شي.

د افغانستان په استازیتوب په دې خبرو کې څوک شامل نه وو او د طالبانو حکومت هم اوس تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

څېړونکي وايي چين که څه هم اوس د پاکستان د لارې د افغانستان نه خپل هېواد ته په لويه کچه کویله وړي خو غواړي د موجوده نړیوالو حالاتو په ترڅ کې ځانله جلا لاره جوړه کړي.

خو د پاکستان چين انسټیټیوټ او د سنېټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وايي په دې کې د افغان طالبانو د حکومت په نړيوال کچ نه منل کېدل او د سيمې امنتیي وضعیت لوی خڼدونه دي.

چين او پاکستان د اربونو ډالره ارزښت لرونکې د سيپېک منصوبې په داسې حال کې تر افغانستانه د غزولو په امکان خبرې کوي چې د افغان طالبانو حکومت لا کوم هېواد په نړيواله کچه نه دی منلی او پوهان وايي په افغانستان کې د چين مخالف وسلوالې ډلې ايسټ ترکنستان غورځنګ موجودګي به په دې لاره کې لوی خڼد وي.

د «يوکمربند او سړک» د انيشيېټيو فلېګ شپ منصوبې د غزولو په خيال باندې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ژياوونګ او د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري سهېل محمود ترمنځ دا خبرې د اسلام اباد په خارجه دفتر کې شوې دي.

د پاکستان د حکومت په جاري کړی شوي سرکاري بيان کې ويل شوي چې دواړو خواوو د افغانستان په سياسي او امنيتي صورتحال او د افغانستان لپاره په انساني امداد هم خبرې اترې کړې دي.

د بیان ترمخه د سيمه یيزې رابطې په ترڅ کې دواړو خواوو د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ته د ودې ورکولو لپاره افغانستان پورې د سيپېک د غزولو په سر خبرې کړې دي.

چين له مخکې نه د افغانستان په معدنياتو کې درنه سرمایه کاري لري او په دې وروستیو کې د افغانستان نه د امریکا د وتلو وروسته چين د افغانستان شتمنیو ته سترګې رااړولې دي او غواړي چې د سیپېک په غزولو د افغان طالبانو ملاتړ تر لاسه کړي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر کال په اکتوبر کې ویلي وو، افغانستان هم غواړي چې د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې شامل شي.

د افغان طالبانو حکومت لا کوم هېواد نه دی تسلیم کړی او مطبوعاتي رپورټونه وايي د طالبانو حکومت هم دا مهال د سخت اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی.

د پاکستان چين انسټیټیوټ او د سېنټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد په دې اړه د ډيوه سره خبرو کې ویلي، کال 2020 دسمبر کې د چين په ارومچي کې د پاکستان او چین د نړیوالې همکارۍ د کاري ډلې په غونډه کي اصولي اتفاق شوی وو چې سیپېک به تر افغانستانه او بيا مخکې منځنۍ اېشيا ته غزوي.

نوموړی وايي خو په دې کې ځېنې ستونځې دي. يو دا چې د سيکورټي مسله ده او بل په نړيوال کچ د افغان طالبانو د حکومت نه منل کېدل او په دې تناظر کې د پاکستان چين او افغانستان د خپلمنځي اړيکو د څرنګوالي ستونځه مهمه ده.

د پاکستان د حکومت په بيان کې هم دې اړخ ته اشاره شوې ده او د پاکستان د خارجه چارو سیکرټري سيپېک غزول د افغان طالبانو حکومت د منل کېدو، په نړيوالو هيلو د طالبانو د پوره ختو، د جنيکو د تعلیم، د افغانانو حقونو ته درناوى او د ترهګرۍ ضد اغېزمنو ګامونو سره تړلې ده.

امریکا او هند هم د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ په منصوبه اعتراض لري او امریکا دا منصوبه د پاکستان او وروسته پاتو هېوادونو لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي. پاکستان او چین د امریکا دا اعتراض بې اساسه ګڼي او ردوي یې.

د نړیوالو چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید وي او اې ډيوه ته وايي، د سیپېک منصوبه لا خو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې هم د امنیتي چلېنج سره مخ ده.

ډاکټر خورشید وایي بلوچ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې او ځینې بلوچ قام پرست پارټۍ دا منصوبه د بلوچانو په قدرتي وسيلو او مځکه د پاکستان او چین د قبضې کوشش بولي:

"چين زما په فکر ځانله جلا يو سړک غواړي او ګڼي چې دا دې د سيپېک په نوم وي خو چې يواځې د چين لپاره وي چې داسې د افغانستان معدنيات او کویله د تبت او ژيانګ په لارو يوسي او دا نزدې لاره ده".

ډاکټر خورشید وايي سىپېک د قراقرم او د کشمیر د لانجمنې لارې نه تېرېږي، خو وايي چين دا لاره په داسې شکل کې غواړي چې د هند فشار هم پرې نه وي خو که چين ځانله جلا سړک غواړي هغه به بيا د هند سره سترې کشالې پيدا کړي او ورسره به د امریکا مداخلت هم راځي.

راپورونه وايي، چين د افغانستان په دهاتونو یا فلزاتو نظر لري چې ارزښت یې نزدې 1.3 ټريليونه ډالره دی. دا دهاتونه د برقي لارو موټرو په بېټريانو، کمپیوټرو او فایبراپټکس کې کارول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG