واشنګټن ـــــ د امریکې د ټیکنالوجۍ مشهورې کمپنۍ مېټا په خپلو ټولنیزو رسنیو فېسبوک او انسټاګرام کې د طالبانو د حکومت د سرکاري رېډیو ټیلیویژن او باختر خبري ایجنسۍ پښتو او دري پاڼې بندې کړې دي.
د مېټا ادارې د افغانستان د ملي رېډیو ټیلیویژن د پاڼو بندول تایید کړي او د وي او اې د ایمېل په ځواب کې یې ویلي دي چې دغو پاڼو د دوی د اصولو خلاف مواد خپرول.
د مېټا د ویاند له خولې په دې ایمېل کې لیکل شوي دي، د امریکې د قانون له مخې طالبان د "ترهګر سازمان" په توګه پېژندل کېږي او له دې کبله چې پالیسۍ یې د خطرناکو سازمانونو دي د دوی د پاڼو له کارولو بند دي:
"دا په دې مانا ده چې موږ د طالبانو او د هغوی په نمایندګۍ اکاونټونه ختموو او د هغوی استازیتوب، ملاتړ او ستاینې بندوو".
د طالبانو د حکومت د سرکاري ملي رېډیو ټیلیویژن مشر احمدالله وثیق وایي د د «آر ټي اې» او «باختر اژانس» د پاڼو د تړلو دلیل معلوم نه دی، خو وایي د ټولنيزو رسنیو د پاڼو بندول او محدودول د مېډیا د اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف کار دی.
احمد الله وثیق په هغه وېډیو کې چې د رېډیو ټیلیویژن افغانستان پر ټویټر پاڼه یې خپره کړې ده ویلي دي، ملي رېډیو ټیلیویژن هغه څه خپروي چې د ده په وینا "خلک یې غوښتنه کوي":
"ملي رېډیو ټیلیویژن د خلکو د رسنۍ په توګه تل د خلکو ږغ ته پوښښ ورکړی، پر خپل موقف ټینګار کوي او له فېسبوک کمپنۍ غواړي چې رسنیزو اصولو ته پام سره د بیان ازادۍ ته ژمن پاته شي او د ملي رېډیو ټیلیویژن ټولنیز پاڼې ژر تر ژره خلاصې کړي".
د مېټا کمپنۍ دفتر وايي له یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو کارپوهانو سره تر سلا مشورو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د طالبانو د حکومت له خوا چلېدونکې دغه پاڼې داسې مواد خپروي چې خلک تاوتریخوالي ته پاروي، له بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو او نورو په ضد ځپونکې پالیسۍ جایزې ګڼي.
وايي کارپوهانو یې منلې ده چې پر دغو پاڼو «خپرېدونکي زیانمن مواد» له خبرونو سره تړاو نه لري، خو د مېټا ادارې په د طالبانو د ملي رېډیو ټیلیویژن کومه ځانګړې خپرونه نه ده یاده کړې.
په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت په کابل کې د دیني عالمانو یوه «لویه غونډه» جوړه کړې وه چې د هرات ملا مجیب الرحمن انصاري پکې دغه وینا کړې وه چې آر ټي اې خپره کړې وه:
"دیني عالمان دې داسې فتوا خپره کړي چې څوک د اسلامي امارت په خلاف درېږي، باید سر یې غوڅ کړل شي".
د افغانستان د ملي رېډیو ټیلیویژن د فېسبوک پاڼې د مخکیني حکومت په مهال ډېرې فعاله وې چې میلینونه لوستونکي او لیدونکي یې لرل، خو څارونکي وایي طالبانو پر دغو پاڼو تر ډېره د خپل حکومت له "لاسته راوړنو، قوت ښودنې او تبلیغاتو" سره تړلي خبرونه خپرول.
د مېټا اداره مني چې فېسبوک او انسټاګرام د افغانانو لپاره د پوهې خپرولو او د یو بل د خبرېدو مهمې وسیلې دي، وايي د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو یې له دې هېواد سره څه باندې څلور میلین ډالره بشري مرسته هم کړې ده.
د افغانستان د ملي رېډیو ټیلیویژن مخکیني مشر اسماعیل میاخېل وي او اې ته وویل، د طالبانو حکومت ته یې ویلي وو چې دا سرکاري رسنۍ دې د خپلو تبلیغاتو وسیله نه ګرځوي. ښاغلي میاخېل د وټس آپ له لارې د آر ټي اې د پاڼو بندېدو په اړه وویل:
"د ملي رېډیو ټیلیویژن د فېسبوک پاڼو په بندېدو هم خواشینی شوم او هم خوشحاله. خفه په دې یم چې دغه پاڼې د ملت پاڼې وې چې زموږ همکارانو ورته شپه او ورځ په ډېر صداقت کار وکړ. له همدې پاڼو یې د افغانستان نوې څېره چې هیلې یې زېږولې وطنوالو او نړیوالو ته وړاندې کولې، خو په افسوس سره په دې وروستیو کې یې بڼه تر ډېره د طالبانو د تبلیغاتو په رسنۍ بدله شوې وه".
د مېټا ادارې دا نه دي ویلي چې که د طالبانو حکومت د دوی په شرایطو برابر معلومات او مواد خپروي دا پاڼې به بېرته فعالې کړي که نه.
یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات د وي او اې اشنا له ویبپاڼې را اخیستل شوي دي.