لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اف پي، په راتلونکي کال کې د خوراکي توکو د کمښت خبرداری ورکړی


د خوراک نړیوال پروګرام یا (ډبلیو اېف پي) مشر ډېویډ بیسلي تېره ورځ کانګرس کې د راتلونکي کال لپاره د خوراکي توکو د کمښت په اړه جدي خبرداری ورکړ.

هغه وویل که چیرې روسیه د اوکراین د غلو صادراتو باندې لګیدلی بندیز لرې نه کړي او د نړۍ بازارونو ته خپلې سرې (Fertilizer) ونه لیږي نو راتلونکی کال نړۍ د خوراک له بحران سره مخ کیدای شي.

بیسلي یادونه وکړه چې په 2008 کال کې کله چې نړیوال انفلېشن یا ګرانۍ زیاته شوه نو د خوراکي توکو بیې په وروستي ځل سختې لوړې شوې او په نږدې 50 هیوادونو کې مدني ناکرارۍ او لاریونونه وه.

بیسلي وویل: "نن وضعیت تر پخوا هم ډیر خراب دی، او موږ لا دمخه په ډیری هیوادونو کې د بې ثباتۍ شاهد یو، لکه څنګه چې مونږ سری لنکا، مالي، چاډ، بورکینا فاسو کې څه ولیدل."

بیسلي وویل. "موږ په کینیا، پاکستان، پیرو، اندونیزیا کې هم لاریونونه او نا کراري وینو او زه همداسې نور مثالونه هم لرم."

د بې ثباتۍ او کډوالۍ امکان سربېره، بیسلي وویل چې د روسیې د یرغل د مخه د هغو خلکو شمېر چې د خوراک خوندیتوب یې نه درلود 276 میلیون وو. اوس دغه شمېر 345 میلیون اټکل شوی. هغه وویل، په دې شمېر کې، په 45 هیوادونو کې 50 میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي.

بیسلي له WFP سره د امریکا د مرستو هرکلی وکړ، چې په دې مالي کال کې نږدې 6 بیلینه ډالرو ته رسیږي. خو هغه وویل نورو هیوادونو کافي ګامونه نه دي پورته کړي.

د شورو یا چهار شنبې په ورځ د یو بېرل خامو تیلو بیه ۱۰۷ ډالره وه، چې د خوراکي توکو د لیږد لګښت یې په ډراماتیک ډول لوړ کړی دی. بیسلي قانون جوړونکو ته وویل چې د هغه اداره ، چې دمخه یې د کار تمویل لپاره مبارزه کوله ، اوس د بار وړلو لګښتونو له امله هره میاشت د 74 ملیون ډالرو اضافي لګښتونو سره مخ ده.

بل لور ته د WFP مشر، چې ادارې ته یې په 2020 کې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې، وویل کله چې جګړه پیل شوه، هغه د اوکراین سویلي بندر اوډیسا ته لاړ، چیرې چې هره میاشت له 5 ملیون متریک ټنه څخه ډیره غله صادریږي.

ملګري ملتونه له میاشتو راهیسې د روسیې او اوکراین سره د منځګړي په توګه د ترکیې سره په ګډه کار کوي، څو د مسکو لخوا د بندیز د پای ته رسولو لپاره یوه معامله وکړي.

دواړه بیسلي او د امریکا سفیر لینډا ټومس ګرینفیلډ ، چې سناتورانو ته یې هم معلومات ورکړل ، وویل چې دوی امید لري په راتلونکو ورځو کې به وروستۍ معامله اعلان شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG