لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو د مشر په نوي فرمان کې د طالبانو پر حکومت تنقید کوونکي د سزا وړ بلل شوي


واشنګټن ـــــ د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په ۲۱مه خپل مشر هیبت الله اخونزاده ته منسوب نوي هدایات خپاره کړي او ددغې پلي کول یې د خلکو او رسنیو شرعي مسولیت بللی.

د ملاهبت الله اخونزاده له خوا جاري کړل شوي دا تازه هدایات د طالبانو په حکومتي کار کوونکو او مسولینو باندې بې ضایع تورونو او د هغوی د بې قدرۍ مخنیوي کولو په اړه دي.

دې کې په علماوو او د طالبانو په حکومتي کارکوونکو له واقعیته لرې تنقید کول هغه که په اشاره وي او یا بل څه، د سزا وړ بلل شوي.

په جاري کړل شوو هدایاتو کې دا وضاحت نه دی شوی چې د واقعیته لرې تنقید څخه د دوی مطلب څه دی، خو د طالبانو په یو شمېر مشرانو او د هغوی په پرېکړو لکه د جینکو په تعلیم د بندیز په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې کیږي.

د ملا هبت الله اخوندزاده په بیانیه کې دا ډول کارونه منفي تبلیغات بلل شوي چې د دوی په وینا دښمنانو ته ګټه کوي.

په افغانستان کې د تېر حکومت د وګړو په وژنو، خپل ناقدین په هدف کولو، میډیا په ازاده توګه خپل کار ته د نه پرېښودلو، د صحافیانو د نیولو او ځورولو او د پاکستان سره د دوی په اړیکو زیات تنقید کیږي خو طالبان دغه تورونه ردوي.

د طالبانو مشر ته منسوب هدایاتو کې په ډاګه خلکو او رسنیو ته ویل شوي چې په هدایاتو عمل وکړي او دغه یې شرعي مسولیت دی.

د طالبانو د مشر دا نوي هدایات په داسې حال کې خپاره کړل شوي چې څه موده وړاندې په کابل کې د عالمانو په یوه غونډه کې د هرات یو ملا مجیب الرحمان انصاري غوښتنه کړې وه چې داسې فتوا دې جاري کړل شي چې د طالبانو مخالفینو سرونه دې غوڅ کړی شي.

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د ځینو رسنیو کارکوونکي هم نیولي‌ او بندیان کړي وو. په دوی کې د طلوع خصوصي ټیلیویژن کارکوونکي او خبریالان هم شامل وو. طالب چارواکو ویلي وو چې دا خبریالان او مسئولین یې د «توضیح او توبیخ» لپاره بېولي ‌وو.

څه موده مخکې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو له بیا راتګ وروسته د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG