لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو کورونه نړولي، څلور تنه مړه او شپږ ژوبل


پېښور ــــ د جولای په ۲۲مه د پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې پي ډي ايم اې چارواکو ويلي د روانو بارانونو او سېلابونو د لاسه د صوبې په بېلابېلو سيمو کې څلور کسان مړه شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د يادې ادارې چارواکي وايي د کسانو د مړينې ترڅنګ د بارانونو له کبله ۱۰ کورونه په جزوي توګه ړنګ شوي چې په کې ټولو نه زيات څلور په پېښور کې وران شوي دي.

د پي ډي ايم اې وياند تېمور علي وي او اې ډيوه ته وايي، په تېر ۲۴ ساعته کې چې د بارانونو له کبله کوم زيان خلکو ته رسېدلی د هغې رپورټ يې جاري کړی او د وزيراعلا خېبرپښتونخوا محمود خان په وينا دا وخت ټولې ادارې چمتو دي.

هغه وويل د دوی ادارې تېره ورځ د ټولې پښتونخوا انتظاميه چارواکو او نورو اړونده ادارو ته امر کړی چې د دريابونو او خوړونو په لېول باندې دې خصوصي نظر وساتل شي:

"زمونږ ايمرجنسي مرکز څلرويشت ساعته فعال دی او خلکو ته مو دا خواست دی چې که د بارانونو او سېلابونو له کبله ورته زيان رسېږي په ۱۷۰۰ شمېره زمونږ سره تماس ساتلای شي".

د جولای په ۱۹مه په پاکستان کې د موسمياتو محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي وو، د جولای له شلمې تر ۲۸مې پورې د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې هم د تېزو بارانونو، هواګانو او سېلابونو راتلو امکان دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي وو چې په مانسهره، ايبټ اباد، سوات، هريپور، کرک، پېښور، خېبر او نورو سيمو کې د بارانونو امکان دی او خلک دې خوړونو ته د ورتلو نه ډډه وکړي.

د موسمياتو محکمې د خېبرپښتونخوا څانګې چارواکو ويلي په مردان کې ټولو نه زيات ۴۲ ملي مېټره باران شوی، په پېښور کې ۳۸، په بنو کې ۲۴ او په چراټ کې ۲۰ ملي مېټره باران شوی دی.

د د دې ادارې چارواکي فهيم خان وي او اې ډيوه ته وويل يواځې د خبرداري ورکولو له کبله د خلکو ځان او مال خوندي نه شي ساتل کېدای او دې ته هم کتل دي چې هغوی په کوم ډاول کور کې استوګنه کوي،‌ وایي که هغه پوخ نه وي او کچه وي نو ښکاره خبره ده کورونو ته به يې زيان رسېږي:

"که داسې کچه کورونو کې څوک شپې پاتې کېږې نو د هغوی ژوند په خطر کې دی".

په مطبوعاتو کې خپور شوو رپوټونو له مخې په هېواد کې له تېرو څو ورځو نه د روانو بارانونو او سېلابونو له کبله تر ۱۷۳ پورې کسان مړه شوي او ۱۷۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG