لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین خپل هېواد کې نه پرېږدو


په افغانستان کې دطالبانو حکومت اعلان کړی چې دوئ د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې نه پریږدي.

دخبریالانو دحقونو دنړیوالې کمیټې ددې غوښتنې په غبرګون کې چې طالبان باید دهغه اسټریلیايي خبریالې څخه بخښنه وغواړي چې طالبانو په زور بخښنې غوښتو ته اړ کړې وه، دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي استرالیایي خبریاله لېن اودانیل په واقعیت کې غوښتل په افغانستان کې د نظام پر خلاف پروپاګند وکړي.

هغه پخپل یو ټویټ کې تور لګولی چې دغې اسټریلیایي خبریالي په افغانستان کې استخباراتي ماموریت ترسره کول غوښتل چې په دې له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپریښودل کیږي.

اسټرېلیایۍ خبریاله لېن اودانیل چې په افغانستان کې یې د مختلفو خارجي رسنیو سره کار کړی دی، وايي چې طالبانو هغه د خپلو لیکل شویو خبري رپوټونو په وجه، په جبر سره بخښنې غوښتلو ته مجبوره کړې ده او ګواښلې یې ده چې که داسې ونکړي، نو بندیوانه به شي.

لېن اودانیل ویلي چې هغه اوس د افغانستانه بهر وتلې ده.

لېن اودانیل زیاتره وخت افغانستان کې دښځو دحقونو اؤ دجینکو دکم عمرۍ په اړه رپورټونه برابرول اؤ ددې ترڅنګ یې دافغانستان دسیاسي حالاتو نه هم خلک باخبره ساتل

د فارن پالیسي مجلې خبریالې لېن اودانیل دچهارشنبې په ورځ‌ په ټویټر لیکلي وؤ "د طالبانو استخباراتو وویل، د بخښنې غوښتلو یو ټویټ وکړه، که نه جېل ته ځه. بس هرڅه چې کیږي. هغو راته ویل، ما ټویټ ولیکل. د هغو خوښ نه شول. ټویټ مې لېرې کړ، بیا مې اېډیټ او خپور کړ. زما ویډیو یې جوړه کړه چې (په کې) وایم په ما جبر نه دی شوی. هغه یې هم بیا ځلي جوړه کړه.

د لېن اودانیل ددې څرګندونو نه وروسته په طالبانو دبیلا بیلو اړخونو سختې نیوکې شوي اؤ دخبریالانو نړیوالې کمټې هم پخپل یو بیان کې دطالبانو په حکومت غږ کړی دی چې باید له یادې خبریالې بخښنه وغواړي.

لېن اوډونېل په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ښځو د حالاتو متعلق د خپل یو لړ رپوټونو په سر د بشري حقونو د مطبوعاتو اېوارډ اخېستی دی.

طالبان وخت ناوخت د جرنلسټانو سره په تشدد او بدې رویې تورن شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د "افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی ؤ او په کې یې ویلي چې د تېر اګسټ راهیسي افغانستان کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، ۱۲۲ پخپل سر نیول شوي،له ۵۸ خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او ۳۳ نور ګواښل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG