لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لکي مروت نه دپولیو بله تازه پېښه رپورټ شوې،سږکال پاکستان کې ۱۳دپولیو کیسونه مخې ته راغلي


FILE - A health worker administers a polio vaccine to a child in Karachi, Pakistan, Sept. 20, 2021.

خیبر پښتونخوا کې د پولیو یوه بله تازه پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره سږکال پاکستان کې دپولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۱۳ؤ ته رسېدلې ده .

ددپاکستان د روغتیا قامي ادارې پخلی کړی دی چې دپولیو دا تازه پېښه دخیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې مخې ته راغلې چرته چې د یونیم کال یو ماشوم ته دپولیو وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي خیبر پښتونخوا په ځانګړي‌ ډول شمالي وزیرستان څخه دپولیو دا پېښې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې پاکستان دپولیو نه دپاک هیواد درجې ترلاسه کولو ته نزدې شوی دی اؤ د روغتیا محکمې چارواکي قبایلي ضلعو نه په لویه شمیره دپولیو پېښو مخې ته راتلو اندېښمن کړي دي.

ډاڼ ورځپاني دصحت دمرکزي سیکرټري ډاکټر فخرعالم عرفان له خولې لیکلي "مونږ خیبر پښتونخو اؤ دهیواد دنورو برخو دخلکو ترمنځ په کثرت سره د راشه درشه په دې کې بریالي شوي یو چې دا وایرس رانه په نورو سیمو کې خور نه شي"

تر دې تازه پېښې وړاندې چې د روان کال په اوږدو کې په خیبر پښتونخوا کې دپولیو ۱۲ پېښې مخې ته راغلې دي اؤ په حیرانوونکي ډول دا ټولې پېښې افغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه رپورټ شوي دي.

دشمالي وزیرستان نه په دومره لویه شمیره کې دپولیو دپېښو مخې ته د راتلو په اړوند چارواکې وايي چې سيمه کې ځینې والدین خپلو اولادونو ته پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي چې له دې امله په دې وروستیو کې دلته دپولیو دمثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.

تيره میاشت هم د شمالي وزیرستان نه د پوليو درې پېښې مخې ته راغلې وې.

په دې وروستیو کې د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو سره خبرو کې ویلي په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، نو ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي.

د نوموړي په وينا سږکال د اپريل په دوه ويشتمه نيټه شمالې وزيرستان کې د پولېو کېس رپورټ کېدو وروسته اوسه پوري د پولېو ضد پنځه کمپاينونه شوي دي او بل به د اګست دمياشتې پنځلسمې نيټي نه شورو کيږي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وايي په پاکستان او بيا په ځانګړې توګه پخوانيو قبايلي سيمو کې د پوليو پرضد منفي پروپيګنډي هيواد نه د پولېو رنځ ختمولو ته ډير زيان رسولی دی.

هغه وي او ای ډيوه ته وايي که دې لړ کې د جومات د ممبر نه د ولس د پوهاوي په اړه خبره و شې نو والدين به خپلو بچو ته د پوليو نه دبچ کيدو څاڅکو ورکولو ته اماده شي۔

د چارواکو په وينا د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې چې پکې شمالي او جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک او لکي مروت شامل دي د پولیو وايرس په حواله ډېرې حساسې ضلعې دي.

پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې د ملک نه به د پوليو نوغی وباسي او په دغه لړ کې يې تر ډېره حده کاميابي ترلاسه کړې چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي، خو چارواکي وايي په ځينو ځايونو کې اوس هم د دغه ستونزې سره مخ دي چې مياندې اؤ پلاران خپلو بچو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG