لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ښايي ځوانان د نشي توکو کر، او قاچاقو ته مخه کړي


د انسانانو د قاچاقو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپور شوي تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د روان خراب اقتصادي وضعيت او د بېروزګارۍ د کچې لوړېدو له امله ممکنه ده چې ځوانان د مخدره موادو کرلو او د هغې خرڅولو ته مخه کړي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د قاچاق ښکار شوي زياتره ماشومانو باندې شاقه کارونه کېږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د انساني قاچاقو په اړه خپل تازه راپور کې ويلي چې افغانستان په هغه هېوادونو کې شامل دی چې د انساني قاچاقو سره د مبارزې وس نه لري.

رپورټ زياتوي، چې د قاچاق ‌ښکار شوي اکثره افغان ماشومان په کورونو کې غلامي کوي، د خښتو په بټیو کې کار کوي، د کوکنارو کښت کوي او د نورو داسې شاقه کارونو کولو ترڅنګ د وسلې او د مخدره موادو قاچاق کولو باندې مجبوره دي.

په افغانستان کې مېشت د پوهنتون استاد او د بشري حقونو فعال راز محمد فېضې وي او ای ډيوه ته وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې څوک ماشومان نه شي تښتولې خو هغه کسان چې د معاش ګټلو لپاره په غېر قانوني توګه په نورو هېودونو کې مېشت دي له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دا هم وويل: "هغه افغانان چې په پاکستان، ايران او ځينو نورو هېودونو لکه ترکیه کې دي هلته ډېري ماشومان په هغو کارخانو کې کار کوي چې ډېر زيات خطرناک توليدات کوي او انساني وجود ته زيان رسوي نو دا بېچاره ګان هلته پراته دي"

ښاغلي فېضي زياته کړه چې دغه ماشومان د پوليسو له وجې بهر هم نه شي وتلی ځکه چې دوی په غېر قانوني توګه دغلته په دې خاطر ژوند کوي چې څه پېسې وګټي په هغې څه کورنۍ ته راولېږي او څه په خپله وکاروي.

په رپورټ کې دا هم شامل دي چې د افغانستان موجوده خراب اقتصادي وضعيت او بېروزګاري د دې لامل کېدلې شي چې ډېرې ځوانان د کوکنارو کښت پېل کړي او د نشيي موادو په سمګلنګ کې د ځوانانو څخه زياته ګټه ترلاسه کړل شي.

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه عبادالله وي او ا ي ډيوه ته وايي، که چېرې د افغانستان اقتصاد ښه نه شو او د طالبانو حکومت په رسمي ډول و نه پېژندل شو نو دا به نشه يي موادو او قاچاق ته زمینه برابره کړي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل: " خراب اقتصادي وضعيت به قاچاق، مخدره موادو او نورو مسائلو ته زمينه برابري کړي او دا به مستقيما د نړۍ په نورو هېوادونو باندې تاثير لري"

هغه زياته کړه چې د افغانستان د رسميت پېژندلو مسله نه يوازې د افغانستان په ګټه ده بلکې د نړۍ په ګټه هم ده: " که چرته نړۍ افغانستان په رسميت ونه پېژني نو اسلامي امارت مکلف دې چې د خپل فنډ کولو په خاطر د مختلفو لارو چارو نه استفاده وکړي، يو څه چې اوس په افغانستان کې بند دي هغه د موادو مخدرو کرکيله ده"

نوموړي زياته کړه بايد په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت ښه کولو لپاره ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه خپل رول ولوبوي چې د هېواد صنعت او تجارت مخ پر وړاندې لاړ شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي، چي په هيواد کې د اسلامي امارت د راتګ سره د هر ډول قاچاق مخه نيول شوي ده.

نوموړي وي او ای ډيوه ته خپلو خبرو کي دا هم وويل: " د اسلامي امارت سره د قاچاق، د مافيايي کړیو د فعاليت، د جامعې د هر کشر سره د ظلم مخه نيول شوې ده او اسلامي امارت په دې برخه کې جدي دی"

بلال کريمي زياته کړه چې د دوی حکومت د هغو ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي چې چې دا هېوادوالو ورسره د لسيزو راهیسې لاس او ګريوان دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه رپورټ کې ليکل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته د کم عمره مزدورانو په شمېره کې زياتوالی راغلی او د 5 نه تر 17 کالو عمر پورې ۱.۶ ميلينه افغان ماشومان مزدوري کوي.

د رپورټ ترمخه د جينکو په پرتله هلکان زيات د قاچاق يا سمګلنګ ښکار کېدلې شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG