لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس اوکراین سره د تړون په دویمه د دې هېواد پر اوډیسه بندر برید کړی، امریکا او ملګرو ملتونو غندلی


واشنګټن ــــ روسي ځواکونو د اوکراین پر اوډیسه بندر په داسې وخت هوایي بریدونه کړي چې یوه ورځ وړاندې دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب یو تړون لاسلیک کړ او د دغه تړون په بنیاد به نړۍ ته د اوکراین د غلو دانو د لېږلو کار بیا پیل کېږي. ملګرو ملتونو د روسي ځواکونو دا بریدونه غندلي دي.

د اوکراین ولسمشر او پوځي چارواکي دعوه کوي چې روسي پوځ پر اوډیسه بندر د شنبې- خالي په سهار تازه بریدونه کړي دي، خو روس دا دعوې رد کړې دي او وایي له دغو بریدونو سره کار نه لري او په دې اړه به پلټنې وکړي.

د اوکراین د پوځ یوه چارواکي د ټیلیګرام له لارې پخپل یو پیغام کې ویلي "دښمن د کېلیبر کروز توغندیو په وسیله د اوډیسه پر سمندري تجارتي بندر برید وکړ، دوه توغندي زموږ د هوایي دفاع ځواکونو وویشتل او را ویې غورځول خو دوه د بندر پر ودانۍ ولګېدل".

د اوکراین د کرنې وزارت وایي د برید پر وخت په دې بندر کې غله دانه ذخیره شوې وه او دوی تمه لرله چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا غله د شوي تړون له مخې نورو هېوادونو ته ولېږل شي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وایي که روس نړۍ ته د دوی د غلې لېږلو پر سر شوی تړون مات کړي نو ماسکو به د نړیوال خوراکي بحران د لا زیاتولو ذمه وار وي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اولیګ نیکولینکو د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي، که دا تړون عملي نه شي روس به یې ذمه وار نه وي:

"تر 24 ګنټو لږ وخت کېږي چې روس د استنبول د تړون په بنیاد د ملګرو ملتونو او ترکیې په وړاندې خپلې ژمنې ماتې کړې او د اوډیسه پر بندر یې د توغندیو په وسیله برید وکړ".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، پر اوډیسه د روس بریدونه د ماسکو اراده ښکاره کوي چې غواړي داسې لارې چارې ولټوي چې له ملګرو ملتونو، ترکیې او اوکراین سره د غلې دانې تړون عملي نه کړي.

صدر زلینسکي د شنبې- خالي په ورځ د ټیلیګرام له لارې په خپله خپره شوې ویډیو کې ویل، "دا یواځې یوه خبره ثابتوي، هغه دا چې که روس هر څه وايي او هر څومره ژمنې کوي، خو داسې لارې به لټوي چې عملي یې نه کړي".

ملګرو ملتونو د اوکراین پر اوډیسه بندر برید په کلکه غندلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوټېریش په یوه بیان کې- چې د هغه ویاند فرحان حق خپور کړی- ویلي:

"پرون [د جولای پر 22مه] ټولو اړخونو پر نړیوال سټېج ښکاره ژمنې وکړې چې نړیوالو بازارونو ته د اوکراین د غلو دانو او نورو اړوندو شیانو د خوندي لېږلو ډاډ ورکړي."

ښاغلي ګوتېریش ویلي "دغه غله د خوراکي توکو د نړیوال بحران د ختمولو او په ټوله نړۍ کې د میلینونو خلکو د ستونځو کمولو لپاره زښته ډېره اړتیا لري، چې د روس، اوکراین او ترکیې له خوا یې په بشپړه توګه عملي کول ډېر ضروري دي."

په کیف کې د امریکې سفیرې بریجټ برینک پر اوډیسه بندر د روس برید "وحشیانه" بللی او پر ټویټر یې لیکلي:

"روس کرنیزو برآمداتو ته د اجازې ورکولو د تړون تر لاسلیک کولو 24 ګنټې وروسته پر اوډیسه بندر برید وکړ، کریملین له خوراکه وسلو جوړولو ته دوام ورکړی، باید حساب ورسره وشي."

د تړون شرطونه:

اوکراین به لکه تر جګړې مخکې وخت غوندې د خپل کورني رسد د چارو سمبالولو ته دوام ورکړي، چې غله دانه له خپلو مځکو او ګودامونو په لاریو کې بندرونو ته ورسوي.

په تړون کې له هېواده بهر د اوکراین د غلې دانې په لېږلو کې ترکي ته مهم رول ورکړی شوی، ځکه چې په غنمو او نورې غلې دانې بار بېړۍ به له تور سمندره د باسفورس تنګي له لارې تېرېږي.

اوکراین او روس ژمنه کړې پر هیڅ هغه بېړۍ به برید نه کوي چې د تړون په بنیاد غله دانه پکې بار وي او له خوندي لارو تېرېږي.

د وي او اې د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، که له تړونه د سرغړونې کومه پېښه کېږي، نو ټاکل شوې اداره جواینټ کوارډینېشن سنټر [د همږغۍ ګډ مرکز] یا یا جي سي سي ته به وړاندې کېږي او هغه به یې حل کوي.

دغه تړون روس ته هم دا ګټه رسوي چې د خپلې سرې او خوراکي پیداوار د خرڅولو په مخکې خنډونه لرې کړي، خو پر ماسکو د امریکې او یورپي هېوادونو په بندیزونو کې دغه برآمدات شامل نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG