لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې احتجاجونه: د زیارت پېښې د پلټنو لپاره دې د قاضي فایز عیسی په مشرۍ عدالتي کمیشن جوړ شي


کوټه/واشنګټن ــــ د بلوچستان په زیارت کې د نهو کسانو د وژنې د پلټنو د غوښتنې لپاره په صوبایي حکومت کې شامل بلوچستان نېشنل ګوند د کوټې په شمول په بېلابېلو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړې دي او غوښتنه کوي چې د سپریم کورټ د قاضي په مشرۍ کمېشن دې د دې پېښې پلټنه وکړي.

د شنبې- خالي په ورځ په مرکزي ښار کوټه کې د پریس کلب مخې ته د بي این پی په احتجاجی مظاهره کې د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ګډون کړی وو، چې داسې شعارونه یې ورکول: «په بلوچستان کې دې پوځي عملیات ختم شي»، «ټول ورک بلوڅان دې وموندل شي» او «د ورکو بلوڅانو هدفي وژنې دې بندې شي».

له بي این پي سره تړاو لرونکی د پاکستان د ساینس او ټکنالوجۍ مرکزي وزیر ایډوکېټ آغا حسن بلوڅ د زیارت د پېښې غندنه وکړه او پر دغه پېښه یې خواشیني څرګنده کړه.

د احتجاجې غونډې ګډونوالو ته په وينا کې آغا حسن دا دعوه رد کړه چې ګواکې په زيارت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي کسان وسلوال دي.

د ایران پولې ته څېرمه په تربت سیمه کې هم د «بلوچ یکجهتي کمېټۍ» له خوا د زیارت د پېښې په ضد احتجاجي مظاهره شوې ده، احتجاج کوونکو په لاسونو کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو عکسونه را اخیستي وو او د هغوی د کورنیو لپاره یې د انصاف غوښتنه کوله.

د بي این پي د مرکزي کمېټې غړې شمایله اسماعیل بلوڅ وویل چې په وژل شویو کې د اوو کسانو پېژندګلوي شوې ده چې له وړاندې په جبري توګه بې درکه شوي وو:

"د وژل شوي زهیر په لاس کې د هتکړۍ نخښې شته، د شهزاد پر بدن د تشدد نخښې وې، همداسې شمس ساتکزی او نور ډاکټران او انجنېران وو، ریاست دې ووایي تاسو دوی بې درکه کړي وو ثبوتونه یې شته ځای یې معلوم دی د کور خلک یې مقدمو ته راتلل بیا څنګه تاسو دوی ته د سرمچار [وسلوال] نوم ورکړ او په هدفي برید کې مو و وژل او بیا وایئ چې په مقابله کې ووژل شول".

د مظاهرې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې د څېړلو لپاره دې د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسی په مشرۍ یو عدالتي کمیشن جوړ شي. حکومت او پوځ تر اوسه د دې غوښتنې په جواب کې څه نه دي ویلي.

په دې لړ کې د بې درکه شوو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان له خوا هم د ګورنر د کور مخ ته له تېرو درو ورځو راهیسې احتجاجي پرلت دوام لري.

د دوی هم غوښتنه ده چې د قاضي فایز عیسی یا د بلوچستان د هایکورټ د چیف جسټس نعیم اختر افغان په مشرۍ دې یو عدالتي کمېشنون جوړ شي او د زیارت د پېښې بې طرفه پلټنه دې وکړي.

بل لوري ته په جرمني کې هم د بلوچ نېشنل موومنټ له خوا د زیارت د پېښې په ضد احتجاج شوی دی، چې پکې شاوخوا دېرش کسانو ګډون کړی وو. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې پر یوه یې لیکلي وو: «د بشري حقونو سرغړونه ودروئ».

د بلوچستان د صوبایي حکومت د کورنیو چارو سلاکار ضیاء الله لانګو وویل چې د زیارت په پېښه کې د امنېتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شويو کسانو له وسلوال تنظیم بلوچ لبرېشن آرمي سره تړاو درلود.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ايس پي آر هم ویلي چې د زیارت په عملیاتو کې وژل شوي کسان ترهګر وو.

د کوټې د ډیفنس هاوسنګ اتھارټي افسر د پاکستان د پوځ لیفټیننټ کرنل لایق بېګ مرزا او د ده د تره زوی عمر جاوید د جولای پر ۱۳ او ۱۴مه د شپې له زیارته کوټې ته راروان وو چې وسلوالو وتښتول.

د دوی د تښتونې ذمه واري بلوچ لبرېشن آرمي پر غاړه اخیستې وه، پوځ د دغو کسانو په موندلو پسې سمدستي د پلټنې عملیات پیل کړي وو، چې په عملیاتو کې یې د نهو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه او د عملیاتو په مهال یې په جلا جلا ورځو د پوځي افسر او د هغه د تره د زوی مړي هم موندلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG