لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان: حکومت ته ویل کیږي په هدایاتو به ځې ګنې بحرانونه به درته راولاړولی شي


دپاکستان د واکمن ایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان وایي حکومت ته ویل کیږي چې په هدایاتو به روان یې ګنې شخړې به درته مخې ته راپورته کولی شي خو هغه دا نه ده واضحه کړې چې حکومت ته دا وینا دچا له لوري شوې ده؟

د پاکستان شخصي ټي وي جیو نیوز سره خبرو کې مولانا الرحمان ویلي هیواد کې دتړلو دروازو ترشا سیاست پیل شوی دی اؤ یوه اداره په بله اداره دغلبې پیدا کولو لپاره سیاست کوي .

مولانا وایي اوس دا سیاست د ریاست دتباهۍ سوب جوړیږي اؤ بیا ددې پړه تل په سیاستمدارانو اؤ سیاسي حکومت اچول کیږي .

دخپلو دغو خبرو اترو ځېنې برخې مولانا فضل الرحمان دخپل رسمي ټویټر اکاونټ څخه هم خپرې کړي اؤ ویلي یې دي که چرې ادارې غلې کښیني نو هیڅ بحران نه شته.

دمولانا فضل الرحمان په خبره "عمران خان مونږ لپاره ماشه هم نه ده،څوک دې دهغه نه هسې بوؤ،بلا نه جوړوي ،مونږ دهغه اوقات پېژنو اؤ هغه مونږ پېژني،داسې هیڅ ستونزه نه شته"

هغه دا خبرې وروسته له هغې کړي چې دخالي په ورځ دپنجاب دټاکل شوي وزیراعلا حمزه شریف دټاکنې مقدمه دتحریک انصاف داتحادي ګوند مسلم لیګ(ق) لخوا سپریم کورټ ته یوړل شوه اؤ سپریم کورټ ددې مقدمې په اوریدنه کې تر پرېکړې نه کیدو دحمزه شهباز د واکونو محدودولو امر کړی دی.

دسپریم کورټ لخوا دیادې مقدمې د اوریدنې سره سم پاکستان کې دحکومتي ایتلاف مشرانو ،خبریالانو اؤ سیاسي فعالینو په ستره محکمه یا سپریم کورټ نیوکې پیل کړي چې ګنې دمخالف تحریک انصاف ګوند لپاره یې دانصاف یو معیار خپل کړی دی اؤ دحکومت لپاره بل.

مولانا فضل الرحمان ویلي اوس نوي نوي وړاندیزونه مخې ته راروان دي چې باید نوې ټاکنې وکړل شي اؤ وایي دا وړاندیز کوم صحافي نه دی کړی بلکې دا د یو سافټ (غوره)مداخلت نتیجه ده.

هغه وایي عمران خان ته د اسټیبلشمنټ اؤ عدلیې دواړو بشپړ ملاتړ ترلاسه ؤ خو دکله نه چې نوی حکومت جوړ شوی دی نو دا دواړه قوتونه بې پلوه شوي هم دي اؤ په ډډه شوي هم دي.

خو په عین حال کې بیا دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان خبرداری ورکړی دی چې ولس سړکونو ته راوتلی شي اؤ د سریلنکا په څېر حالات ډیر لرې نه دي.

هغه په ټویټر پوښتنه کړې ده چې ریاستي ادارې به تر کومې شریف کورنۍ ا‌ؤ زرداري ته دجمع کړل شوي غیرقانوني دولت د ژغورنې اجازه ورکوي؟

خو دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف بیا وایي چې عمران عمران خان دملک نړیوال وقار،مقام اؤ دوستو هیوادونو سره اړیکو ته سخت زیان رسولی دی.

په ټویټر خپل یو بیان کې وزیراعظم شهباز شریف تور لګولی چې عمران خان داقتدار په هوس کې دتوازن احساس بایللی دی اؤ دروغو اؤ پروپیګنډې ته یې لاس اچولی دی.

په عین حال کې دتحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم په هیواد کې دنوي حکومت جوړیدو غوښتنه کړې ده.

خپل یو بیان کې صدر علوي ویلي دي مونږ دامهال دیو امتحان نه تېریږو ، جمهویت،میډیا اؤ اسټیبلشمنټ ټولو ته به دیو داسې حکومت جوړولو لپاره دکار کولو ضرورت وي چې هغه دپاکستاني ولس دهیلو سره سم وي.

دهیواد صدر زیاته کړې ده چې مفاد پرست دې ته نه شي پرېښودل کیدای چې جمهوریت یرغمل کړي.

پاکستان کې روان سیاسي بحران تیره ورځ وروسته له هغې نور هم کړکیچن شوی دی چې دپنجاب صوبې داقتدار پسر دشوؤ ووټونو معامله تر سپریم کورټ ورسیده.

دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي‌ ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې چې دمسلم لیګ ق امیدوار ددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې وه.

دخالي په ورځ دسپریم کورټ درې کسیز بینج ددې عریضې دابتدایي اوریدنې‌ په مهال دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر په شخصي حیثیت کې محکمې ته رابللی ؤ خو هغه پخپله محکمې ته نه ؤ ورغلی اؤ پرځائ یې وکیل عدالت ته وړاندې شوی ؤ .

ددې مقدمې د اوریدنې لپاه دجوړ شوي عدالتي بینچ مشري دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال پغاړه لري اؤ دهغه ترڅنګ پکې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي.

خو واکمن ایتلاف پي ډي ایم پخپله یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې ده چې دا ډيره مهمه معامله ده ځکه نو د اوریدنې لپاره دې یې فل کورټ تشکیل کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG