لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بېنک وایي یو کال لپاره یې د 33.5 اربو ډالرو بهرنۍ مرستې ضرورت پوره شوی دی


دپاکستان د مرکزي بینک سرپرست ګورنر ډاکټر مرتضا سید وایي دمالي کال 23-2022 لپاره دپاکستان د33.5 اربو ډالرو دبهرنۍ مرستې ضرورت پوره شوی دی اؤ دمالي وضعیت په اړه مارکیټ کې خورې غیر ضروري اندېښنې به څو اوونیو کې ختمې شي.

په ډان ورځپاڼه کې د خبري شبکې رایټرز دخپور شوي رپورټ له مخې په دې وروستیو کې دپاکستان دځپل شوي اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنو کې اضافه شوې وه ولې چې تیره اوونۍ دامریکایي ډالر په پرتله دپاکستاني روپۍ ارزښت کې اته فیصدي کمی ریکارډ کړل شوی ؤ اؤ د زرمبادلې ذخیرې هم تر10 اربو ډالرو په لاندې راغلې.

د رپورټ ترمخه دا مهال پاکستان کې ګراني دیوې لسیزې تر ټولو لوړې کچې ته ختلې ده.

داسټیټ بینک ګورنر رایټرز ته ویلي نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د روان پروګرام له امله زمونږ د راتلونکي یو کال لپاره دبهرنۍ مالي مرستې ضرورت سرته رسیدلی دی.

تیره اوونۍ پاکستان ایي ایم ایف سره دمامورینو په کچه تړون ترسره کړی ؤ چې دهغې په اساس به پاکستان ته دغه نړیواله مالیاتي اداره یو ارب اؤ 17 کروړه ډالر ورکوي.

داسټیت بینک ګورنر دا هم ویلي دي چې دایي ایم ایف راتلونکې دجایزې په غونډه کې به دمامورینو په کچه ترسره شوې دا لوظنامه دکمزورو هیوادونو دنوملړ نه دپاکستان نوم بیلولو کې غوره مرسته وکړل شي.

د پاکستان دخزانې د وزارت پخوانی سلاکار اؤ اقتصاد پوهه ډاکټر خاقان حسن نجیب وایي که چرې دپاکستان داقتصادي وضعیت ارزؤنه وکړی شي نو دا مهال پائ ته رسیدلي مالي کال کې درنه تجارتي خساره 48 اربه ډالر،د روانو کهاتو خساره 17 اربه ډالر، اؤ بیا درنه دبجټ خساره دتیر مالي کال په نهو میاشتو کې 2565 اربه روپۍ ده.

د وي او ای اردو د یو رپورټ ترمخه تازه شمیرې ښایي چې دپاکستان مرکزي بینک سره دا مهال یوازې د9.3 اربو ډالرو ذخیرې په لاس کې پاتې شوې دي اؤ ددې نه په غوره توګه اندازه لګیدلی شي چې پاکستان دکومو سترو معاشي ننګونو یا چیلنجونو سره مخ دی.

اقتصاد پوهه ډاکټر خاقان حسن نجیب وي او ای اردو ته ویلي پاکستان ته دخپل اقتصادي حالت ښه کولو اؤ مارکیټونو ته دباور ورکولو لپاره اړینه ده چې د ایي ایم ایف د اجراییه بورډ نه دپیسو ترلاسه کیدو په اړه دمنظورۍ باور ترلاسه کړي.

د وي او ای رپورټ وایي، ایي ایم ایف پاکستان ته دپور دبل قسط ورکولو نه وړاندې دپاکستان د دوست ګڼل کیدونکي هیواد سعودي عرب نه هم دا باور هم ترلاسه کول غواړي چې هغه به اسلام اباد سره نورې معاشي مرستې هم کوي.

ویل کیږي چې دې مقصد لپاره پاکستاني چارواکي دسعودي عرب سره هم په تماس کې دي.

بل لوري ته ایي ایم ایف فکر لري چې پاکستان پاکستان ته به د روان مالي کال په اوږدو کې دبهرنیو پورونو دستنولو اؤ نورو اړتیاؤ پوره کولو لپاره یوازې د ایي ایم ایف له لوري نوي پورونه ورکول کافي نه وي بلکې دې لپاره به نورو ګامونو پورته کولو ته هم اړتیا وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG