لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو لړۍ دوامدره ده، ډالر 232 روپو ته ورسېد


په پاکستان کې د روان سياسي کړکېچ سره سم د ډالر په مقابله کې روپۍ يو ځل بيا تاريخي ښکته کچې ته تللې ده او نن د ګل په ورځ د کاروباري هفتې په پېل کې د يو امريکايي ډالر نرخ 232 روپو ته پورته شوی دی.

پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه ته ویلي د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر لا نور هم کمېدای شي او نوموړي ددې پرشا مهم لامل د هېواد روان سياسي اړی ګړی ښایي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي حکومت له هڅه پکار ده چې د درامداتو کچه ودروي چې داسې د غېر ملکي زر مبادلې په ذخيره فشار کم شي او په لاندې روانه روپۍ نوره ښکته لاړه نه شي.

تېره اوونۍ په بېنک کې يو ډالر په 228 روپۍ خرڅېدو او د ګل په ورځ د کاروباري هفتې په پېل کې يو ځل بيا د ډالر په قدر کې اضافه شوې ده.

د پېسو بدلونکې اتحادیې صدر ملک بوستان وايي نن سحر د کاروبار په اغاز کې د بېنک دننه يو امريکايي ډالر په 231 روپۍ پلورل کېدو او په دې کې نوره هم اضافه هم کیدای شي خو له غرمې وروسته بیا دیو ډالر بیعه 232 روپو ته ورسیدله.

نوموړی په پرله پسي توګه د روپۍ په قدر کې د کمي پرشا مهم علت د هېواد موجوده سياسي کړکېچ ګرځوي او وايي کله چې د سياسي پرېکړو لارې بندې شي نو اقتصاد هم په ټپه ودرېږي او پکار ده چې حکومت او مخالف تحریک انصاف ګوند په يو اقتصادي ميثاق سلا شي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد د سخت بحران سره مخامخ دی او سرکاري شمېرې وايي په تېر مالي کال کې د هېواد تجارتي خساره 48 ارب ډالرو ته رسېدلې ده، د جارى کهاتو خساره هم 17 ارب ډالره ده او د تېر مالي کال په لمړو نهمو مياشتو کې د بجټ خساره هم 2565 ارب روپو ته ختلې ده.

د پاکستان د مرکزى بنک د تازه شمېرو له مخې دا وخت د مرکزي بنک سره د زرمبادلې ذخیره هم 9.3 ارب ډالره پاتې شوې ده او اقتصاد پوهان دا دهېواد دملا ماتي اقتصاد لپاره د خطر ستر علامت ګرځوي.

که څه هم پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه د قرض لوظنامه لاسلیک کړې ده خو ددې رسمي منظوري لا د ايي ایم ایف ایګزیګټيو بورډ نه ده ورکړې چې د اګست میاشت کې یې د منظورۍ امکان ښودل کیږي.

که څه هم ځينې اقتصاد پوهان د پاکستان د اقتصادي سقوط خبرې کوي خو د خزانې پخوانی وزیر او څېړنکار حفيظ پاشا وايي پاکستان لا د اقتصادي سقوط په څنډه نه دې ولاړ او هغه وايي داسې ځکه ناشونې ده چې پاکستان په وخت د ايي ایم ایف سره د چارواکو په کچه لوظنامه کړې ده.

ډيوه سره خبرو کې هغه وايي دا سمه ده چې د هېواد اقتصادي وضعیت دا وخت ښه نه دی خو زياتوي چې راتلونکې درې هفتې مهمې دي او باید چې حکومت ګامونه په پام پورته کړي.

ښاغلې حفيظ پاشا وايي حکومت له به هڅه کول وي چې د يو ځائ نه ډالرې ترلاسه کړي او د هېواد غورځېدونکي د زرمبادلې په ذخيره کې يو څه ټيکاو راشي.

نوموړی زیاتوي که د زرمبادلې ذخیره نوره کمېږي نو روپۍ به نوره د فشار لاندې راځي او قدر به یې کمېږي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي،وايي باید چې حکومت د درامداتو کچه قابو کړي.

د پاکستان د مرکزى بنک موقتي ګورنر تېره ورځ ویلي وو چې د مالي کال 2022-23 لپاره د پاکستان د 33.5 ارب ډالرو اړتیا پوره شوې ده خو اقتصاد پوهان د ګورنر په دغه دعوه باؤر نه کوي او دريځ لري چې که د مرکزى بنک د ګورنر خبره رښتيا وي نو بیا په پاکستاني روپۍ فشار ولې نه کمېږي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG