دسرکاري شمیرو له مخې بلوچستان ایالت کې د وروستیو بارانونو اؤ سیلابونو له امله دمړو دمړو شوؤ کسانو شمیره 104 ته رسیدلې ده اؤ تر 60 زیات کسان په دې بارانونو کې ژوبل شوي هم دي.
دافتونو په وخت دبلوچستان دنظم محکمې(پي ډي ایم ای) په رپورټ کې ویل شوي دګل په ورځ دبلوچستان په موساخیل اؤ ډيره بګټي سیمو کې دوه نور ماشومان په بارانونو کې مړه شوي دي .
رپورټ وایي تر اوسه چې صوبه کې کوم 104 کسان دبارانونو په مهال بیلابیلو حادثو کې مړه شوي هغې کې 40 سړي، 30 ښځې اؤ 34 ماشومان شامل دي.
دپي ډي ایم ای له مخې دا مړینې په بولان، کوټه،دکۍ،خضدار،کوهلو،کیچ،مستونګ،هرنایي،قلعه سیف الله اؤ سبي سیمو کې رامنځته شوي دي.
رپورټ وایي بارانونو کې 6063 کورونو اؤ ودانیو ته هم زیان اوښتی دی چې پکې 2563 کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي اؤ 1417 ته معمولي زیان اوښتی دی.
ددې ترڅنګ ددې بارانونو له امله په ځینو سیمو کې سړکونه هم اوبو سخت زیانمن کړي اؤ 712 څاروي هم پکې مړه شوي دي.
پي ډي ایم ای وایي نزدې دوه لکه ایکړه باندې ولاړ فصلونه هم دسختو بارانونو له امله تباه شوي دي.
اوړمه ورځ دخېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم ادارې ( پي ډي ايم ای) هم ویلي وؤ چې په تېرو دريو ورځو کې په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي او ۷ زخميان دي.
دپي ډي ايم ای دشمېرو ترمخه د پښتونخوا بېلا بېلو برخو کې دوه سوه يوويشت کورونه په جزوي توګه او يو سل دوه کورونه په مکمله توګه ویجاړ شوي دي۔
د پي ډي ايم اس چارواکو ډيوه سره شريکو کړو معلوماتو کې ويلي دبارانونو او سېلابونو له امله باجوړ، خېبر، کرم،ډي ایي خان،او بر کوهستان کې په متاثره علاقو کې امدادي سامان تقسيم کړی شوی دی،