لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي اؤ‌ ټولنیز مشران وایي د طاهر هزاره په مړینه يو ریښتونی او لوړ ږغ تل لپاره خاموشه شو


له هزاره قوم سره تړاو لرونکي وتلي سياسي مشر طاهر خان هزاره د يک شنبې-اتوار په ورځ په کوټه کې له لنډې ناروغۍ وروسته ساه ورکړې ده.

دپښتنو، بلوڅو اؤ هزاره سياستوالو تر څنګ د پاکستان زياتره لويو او وړو ګوندونو د طاهر خان هزاره مرګ لويه ضایع بللې او ويلي يې دي چې يو ریښتونی او لوړ ږغ د تل لپاره خاموشه شو.

طاهر خان هزاره د هزاره شيعه ګانو د وژنې د پېښو پر ضد دپرلتونو او احتجاجونو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز په احتجاجونو، جلسو او پرلتونو کې هم زياتره وخت برخه اخسته.

د پاکستان پر حکومتونو او ادارو به يې سختې نيوکې کولې چې له کبله يې طاهر هزاره د يوه مزاحمتي سیاستوال په توګه پيژندل کيده۔


د طاهر خان هزاره زوئ محمد اطهر خان وي او ای ډيوه ته د ټيلي فون پېغام له لارې وويل، پلار يې روغ رمټ و، نوره ناروغي يې نه وه د ضعيف عمر له وجې به يې وخت ناوخته د ملا درد درلودو،

"ماته ټيلي فون راغلی چې د پلار طبيعت دې سم نه دی او پر هغه د زره دوره راغلې ده ، زه ورغلم اول مو د زړو د ناروغانو روغتون ته يوړو، بيا مو بل ،بيا مو بل، په روغتونو کې يو ډاکټر هم موجود نه و شاوخوا پينځوؤ ډاکټرانو سره په رابطه کې ؤو، خو يو هم نه راغلی او زه دا ګنم چې د ډاکټرانو د نه راتګ له وجې زما د پلار مرګ شوی دی ، مړ نه دی"

د طاهر خان هزاره نزدې سياسي ملګري لياقت علي داور ډيوه ته وويل" طاهر خان هزاره په کال 1951 کې پيدا شوی او تر دولسم ټولګي پورې يې د کوټې په سنډېمن سکول کې زدکړې کړې دي،

د ښاغي داور په وینا هغه د کور دلګښتونو پوره کولو لپاره د کويلې کاروبار کاوه خو زيات وخت يې سياست ته ورکړی و او تل به يي د مظلومو او محکومو په حق کې ږغ پورته کاو،

د پوځي امر ضياالحق د مارشل لاء پر ضد ږغ پورته کولو باندې جېل ته لېږل شوی ؤ د جلسې او جلسونو او ږغ پورته کولو باندې وخت ناوخته په قيد وبند کې اچول شوی و، د پاکستان حکومت تېر کال( 2021) د هغه نوم په فورتهـ شېډول لسټ کې هم اچولی و.

د لياقت علي داور په خبره د 70مه لسيزه کې د بنګال له ازاديدو وروسته دجوړې شوې نيشنل عوامي پارټۍ "نېپ" څخه هغه خپل سياست پيل کړ، په کال 1975م کې د نيپ ګوند د منحله کيدو وروسته طاهر هزاره د بلوچستان صوبې له وتلي سياست وال غوث بخش بزنجو سره په "نيشنل ګوند" کې ګډون وکړ، له نيشنل ګوند ورسته هغه په پيپلز ګوند کې شموليت وکړ او پر مهمه عهده وګمارل شو،

په کال 2007م کې د هغه وخت د پاکستان دپوځي واکمن جنرل پرويز مشرف اؤ د پيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو ترمینځ د واک له شريکېدو وروسته طاهر هزاره د احتجاج په توګه له پيپلز ګوند او خپلي عهدي څخه استعفا ورکړه وه.

هغه د هزاره پروګريسيو فورم او هزاره سياسي ورکر په نامه دتنظيمونو مشر هم پاته شوی، له هغې وروسته طاهر خان هزاره په کال 2013م کې يو واري بيا خپلې سياسي مبارزې لپاره مخه کړه او د هزاره سياسي کارکنان په نامه تنظيم يې فعاله کړی ؤ.

د طاهر خان هزاره پر مړينه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل ګوند، هزاره ډيموکرېټک او نورو سياسي او مذهبي ګوندونو او بېلا بېلو سياسي او مدني فعالانو پر ټولنيزو رسنيو دخواشينۍ او د غم څرګندونه کړې ده۔

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په جاري کړل شوي بيان کې د طاهر هزاره پر مړينه خواشيني ښودل شوې او ويل شوي چې"د طاهر هزاره د ناروغۍ پر وخت په روغتونونو کې د ډاکټرانو نېشت والی د فکر وړ خبره ده او دا د رياست حکومت او نظام پر کردار سوالونه را پورته کوي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ليکلي" د مظلومو او محکومو دوست ظاهر هزاره له دې دنيا کوچ وکړ،د ظلم او جبر پر ضد په کلکه ولاړ ؤ، د سامراج ضد د مزاحمت مثال ؤ، موږ د طاهر هزاره جرات، مزاحمت، او خدمتونو ته د عقيدت ګولونه وړاندې کوؤ، موږ د هغه د کورنۍ او د ټولو هزارګانو په غم کې برابر شريک يو"

په صوبايې اسمبلۍ کې د بلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مېنګل غړي ثنا بلوڅ ليکلي د طاهر هزاره د ناساپه مرینې په غږ د اوريدلو زيات غمجن شوی اؤ وایي" طاهر هزاره د بلوچستان د مظلومو او محکومو طبقو يو اوچت غږ و او هميش به د محکومو او مظلومو قومونو لپاره د هلو ځلو په ډګر کې تر هر چا وړاندې په اول صف کې روان و"

وتلي ليکوال شنونکي فرنود عالم د طاهرهزاره په اړه ليکلي،"د خپلې خاورې خوشبويي د هغه له لهجې بهېدله، د هغه ږغ زيات پاک او خبره سپينه وه، په ناحقه د وژل شوو انسانانو وينه د هغه په سوالونو کې ږغېدله، عجيبه ازاد کس و"

د زرګونو سياسي او مدني مشرانو او فعالانو په شتون کې د طاهر خان هزاره مړی د دوشنبې په مازيګر د کوټې د مري اباد په "بهشت زېنب " هديره کې و خاورو ته سپارل شو۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG