واشنګټن ــــ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرنس کې یو ځل بیا په ټینګا سره له امریکې غوښتي چې د افغانستان بېنک ټولې شتمنۍ بې "له قيد او شرطه آزادې" کړي او پر افغانستان لګېدلي "اقتصادي بنديزونه" لرې کړي.
رایټرز خبري ادارې د سرچینو د خولې ویلي د کابل بېنک د کنګل شوو ډالرو واپس کولو د پاره د امریکې او د طالبانو تر منځ خبرې اترې شوې دي چې وایي پکې یو څه پرمختګ شوی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده او نن یې په تاشکند کې نړیوال کانفرنس ته وویل، ددغو شتمنیو ازادول به په افغانستان کې د اقتصادي بیارغونې بهیر تېز کړي.
د تاشکند نړيوال کانفرنس د یوې ورځې د ځنډ وروسته نن پېل شوی دی. امير خان متقي د کانفرنس له ګډونوالو غوښتي چې تر اوږدې مودې پورې د دوه اړخیزه تعلقاتو د پاره دې د طالبانو سره رابطې پیل کړي.
امير خان متقي ويلي دي دوی د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه په خپلو ژمنو عمل کوي او په دوحه کې د لاسليک شوي تړون د لارې دوی چاته هم د افغانستان خاوره په افغانستان دننه یا په یو بل هېواد کې د ترهګرۍ د استعمال اجازت نه ورکوي.
متقي وویل چې د افغانستان امنیت د سيمې او د نړۍ د امنیت سره تړلی دی ځکه دوی د خپل امنیت نه غافله نه دي او په دې لړ کې غواړي چې نړۍ د دوی سره مرستې وکړي.
تاشکند کې د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختیا په اړه نړيوال کانفرس کې د شلو ملکونو او نړيوالو ادارو استازي برخه اخلي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکې او نړۍ د طالبانو سره هر قسمه اقتصادي مرستې وتړلې او بندیزونه يې پرې پر ځای کړل، امریکې د کابل بېنک شاوخوا نهه اربه ډالر کنګل کړل.
امریکې په دې لړ کې پرمختګ د ټولشموله حکومت او په افغانستان کې د ښځو په ګډون هرچاته د بنیادي حقونو ورکولو سره وتړل. دا وېرې څرګندېدلې چې طالبان به د خپل وړومبي دور په شان په ښځو او عامو ازادو بندیزونه سېوا کړي.
ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو ویلي طالبان ښځې د عادي ژوند نه بې برخه کول غواړي، خو په افغانستان کې د بشري ستونځو په خاطر امریکا او نړيوالو ادارو د افغان ولس سره د مرستو په خاطر په دغو بندیزونو کې قدرې کمی راوستلو.
طالبانو د افغانستان د کنګل شوو رقمونو د بېرته واپس کولو د پاره د ټرسټ جوړولو ته هم نرمي ښودلې. امریکا په دې اړه سویټزرلېنډ او نورو تړلي ملکونو سره د څه وخت راهیسې خبرې کوي، خو تر اوسه د نتیجې وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
رایټرز خبري اداره د چارواکو د خولې ليکي چې د امریکې او د طالبانو تر منځ لا وس هم ډېر ژور اختلافات موجود دي. طالبانو د پیسو د قاچاک د څار د پاره د امریکا د سټېټ ډېپارټمنټ تن ټاکنې ته امادګي ښودلې خو تشویش يې څرګند کړی امریکا په افغانستان کې متوازي بېنکي نظام پرځای کول غواړي او دا چې طالبان دې ته هم نه دي تیار چې سیاسي ټاکنې ونه کړي. لکه د مرستیال ګورنر نور احمد اغا چې د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی.
خو اقتصاد پوهان وايي د افغانستان د مرکزي بېنک کنګل شوي رقم د را ازادولو سره د څه وخت د پاره په حکومت فشار کمېدلی شي خو د هېواد مالي ستونځې نه شي هوارېدلی. دوی ګڼي چې افغانستان ته به د مالي ستونځو د راکمولو دپاره لا نورې مالي سرچينې لټول وي.