لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبخښنې نړیوال سازمان:نړۍ دې له طالبانو وغواړي چې دافغان مېرمنو او جينکو حقونه خوندي کړي


دبخښنې نړيوال سازمان په خپل هغه نوي راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د مېرمنو او جينکو حالت ته پکې کتنه شوې، د افغان مېرمنو د ژوند په اړه اندېښه ښودلې ده۔

د غه راپور چې د جولايي په 27مه خپور شوی، پکې ويل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبانو له خوا د د دوي د بشري حقونو د سرغړونو له امله اغېزمن شوی دی۔

سازمان په نړيواله ټولنه غږ کړی چې له طالبانو وغواړي چې د ښځو او جينکو حقونه خوندي کړي او درناوي ورته وښايي۔

بلخوا د طالبانو ترجمان وايي چې دغه راپور په بشپړ ډول د واقعيت څخه لرې دی او دپروپيګنډې بڼه لري، هغه وايي په افغانستان کې د تېر وخت په پرتله اوس بشري او د مېرمنو حقونه زيات خوندي دي۔

د بخښنې نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د کال 2021 داګست مياشت کې په افغانستان له واکمېدو وروسته طالبانو د مېرمنو او جينکو زده کړې، د کار کولو حق او په ازادۍ سره د تګ راتګ کولو حق د تر پښو لاندې کړی دی۔

د رپورټ په حقله د افغان مېرمنو د حقونو فعاله سپېڅلې زازۍ وي او ای ډيوه ته وايي اوس يې هغه ټول حقونه د لاسه ورکړي کوم چې دوی په تېرو شلو کالونو کې درلودل، هغه وايي طالبان اوس مهال د مېرمنو حقونه د خپل سياسي مقصد لپاره کاروي۔

نوموړې وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل" کوم بندېزونه چې دوی په ښځو لګولي دي دا غېر انساني بنديزونه دي، او دوی غواړي چي دا ښځي ځان سره ګروي ونيسي او نړيوالو ته دا وښايي چې که تاسو چېرته مونږ په رسميت ونه پېژنئ نو مونږ جينکو ته د تعليم اجازه نه ورکوو ،مونږ مېرمنو ته وظيفو ته اجازه نه ورکوو، نو دوی غواړي چې د ښځو نه استفاده وکړي په سياسي ډګر کې"

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي نه دغېزمنو ښځو د مرستو او تحظ لپاره جوړ کمېشن يا اداره ختمه کړې ده، مېرمنو او جينکو ته يې د توپیري قوانينو د وړو سرغړونو په اساس سزاګانې ورکړي او په افغانستان کې يې د ماشومانو دکم عمرۍ او په زوره د ودونو دکچې په لوړیدو کې مرسته کړې ده۔

د افغان مېرمنو د حقونو يوه بله فعاله سحر الکوزۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې د جمهوريت په دوره کې د کم عمرۍ او په زوره د ودونو په لويه کچه مخنيوی شوی ؤ خو په هېواد کې د جينکو په تعليم لګول شوي بندېز يو ځل بيا دغه فعل ته زمينه برابره کړه۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړې دا هم وويل " د تعليم نه شتون په يوه ټولنه کې بيا هغه مسلې رامنځ ته کوي لکه انجونې په کم عمر کې واده شي، انجونې په بدو کې ورکړل شي، انجوني داسې سړي ته واده شي چې درې يا څلور ښځې ولري او يا په پېسو ورکړل شي"

هغې زياته کړه چې دغه ناوړه کارونه په جمهوريت کې خواوشا 80 فيصده له منځه تللي وؤ خو کله چې د تعليم مخه ونيول شي دغه ناوړه دودونه دوباره بيا تکرارېږي۔

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا د منځۍ درجې شپږم صنف نه پورته جينکو ته د تعليم ترلاسه کولو اجازه نه ده ورکړل شوې۔ طالبان وايي چې په دې اړه يوه شرعي تګلاره جوړولی شي۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي دغه راپور ناسم بولي او وايي چې د تېر وخت په پرتله اوس د افغان مېرمنو حقونه زيات خوندي دي۔

نوموړي د وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي " د اسلامي امارت سره په هېواد کې د بشري حقونو په برخه کې سل په سله که ووايم نو هم ډېره بعيده نه ده چې د ټولو هېواد والو حقونه محفوظ شوي دي نه څوک په چا ظلم کولی شي او نه څوک دغېر اصولي او غېر اسلامي کړنو جرت کولی"

بلال کريمي دا هم وويل چې دغه (رپورټ) دپروپېګنډې مواد دي چې نشر کېږي، زمونږه هيله دا ده چې دوی بايد هغه واقعاتونه چې په هېواد کې روان دي هم هغه برجسته کړي چې اوس خلک نه وژل کېږي، ښځې نه کونډې کېږي د ښځو حقوق نه تلف کېږي هغوی د مهر حق، د نکاه حق، د ميراث حق ټول لري۔

طالبانو د تېر اګست په 15 مه د کابل واک ترلاسه کړی خو د دوی حکومت د نړۍ هیڅ يو هېواد په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG