لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: زمونږ تېر حکومت ته دړکه شوې وه چې نولسم ترمیم منظور کړئ ګنې اتلسم ترمیم درله الوځوؤ


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر اؤ دپیپلز ګوند شریک چیرمین بلاول بوټو ویلي د دوئ تېر حکومت ته دړکه شوې وه چې په ایین کې نولسم ترمیم منظور کړي "ګنې اتلسم ترمیم به درله والوځولو"

دشورو په ورځ قامي اسمبلۍ ته د وینا په وخت هغه دچا نوم نه دی اخستی چې دغه ګواښ ورته دچا لخوا شوی ؤ خو پخپلو خبرو کې ځېنې اشارې دهیواد طاقتور پوځ ته کړې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې" ایا دیوې شپه دپاره په نیوټرل(بې پلوه) جوړیدو به د۷۰کالو ګناه ایین ماتول ور وبخښل شي؟"

د"نیوټرل" اصطلاح دپاکستان په سیاست کې وروسته له هغې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دپوځ لپاره کارول پیل کړې ده چې په دې وروستیو کې پوځي ویاند پخپلو څو ویناګانو کې وویل پوځ دهیواد سیاست کې نیوټرل دی، اؤ دهیچا طرفداري نه کوي.

بلاول بوټو زرداري ویلي ۱۹ اییني ترمیم مننظورول دپیپلز ګوند دتیر حکومت تېروتنه وه .

دهغه وینا وه "مونږ ته ګواښ شوی ؤ چې ۱۹ ترمیم پاس کړئ ګنې ۱۸م ترمیم به درله والوځوؤ،مونږ په دړکه کې راعلو اؤ نولسم ترمیم مو منطور کړو"

هغه زیاته کړې هغه وخت زمونږ حکومت ته د ګواښ کوونکو په وړاندې ودریدل پکار وؤ.

تر بلاول بوټو وړاندې روانه اوونۍ دپاکستان د واکمن سیاسي ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان هم ویلي وؤ حکومت ته ویل کیږي چې په هدایاتو به روان یې ګنې شخړې به درته مخې ته راپورته کولی شي خو هغه هم دا نه نه وؤ ویلي چې حکومت ته دا وینا دچا له لخوا شوې ده؟

دپاکستان په موجوده سیاسي وضعیت کې وروسته له هغې دپوځ اؤ عدلیې په لامحدوده واکونو په ټولنیزو رسنیو بحثونه پیل شوي چې دوه ورڅې وړاندې سپریم کورټ په پنجاب صوبه کې د واکمن ایتلاف حکومت ختم کړو اؤ د پي‌ ټي ایي دکاندید پرویز الهي د وزیراعلا جوړیدو اعلان یې وکړو.

د واکمن ایتلاف مشران په عدلیې ښکاره نیوکې کوي اؤ تور پرې لګوي چې دعمران خان لپاره یې دانصاف جدا معیار خپل کړی دی اؤ د دوئ لپاره جدا خو په پوځ بیا په اشارو کې نیوکې کوي چې ګنې دپردې تر شا دعمران خان مرسته کوي اؤ غواړي یو ځل بیا هغه په دریوؤ کې د دوؤ برخو په اکثریت سره اقتدار ته ورسوي.

بلاول بوټو وویل داسې نه شي کیدای چې زمونږږ دپاره دې یو ایین وي اؤ د لاډله(نیازبین) دپاره دې بل ایین وي.

هغه ویلي د عدلیې اؤ اسټیبلشمنټ کردار متنازغ یا لانجمن نه دی پکار، ۵۲ ټو بي دصدر سره نه دی ،نوی ۵۸ ټو بي اوس د عدالت لاسونو ته ورغلی دی.

۵۸ ټو بي دپاکستان دایین هغه شق یا ماده ده چې په تیرو وختونو کې پرې دهیواد صدر داسمبلیو ړنګولو واک لرلو خو بیا دپیپلز ګوند په تیر حکومت کې د اتلسم ترمیم دلارې دصدر نه دغه اختیار واخستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې اوس دپیپلز ګوند دمشر بلاول بوټو په مشوره یو ځل بیا پرون دشورو په ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ عدلیه کې داصلاحاتو کولو لپاره دپارلیمان دیوې کمیټې جوړولو قرارداد په ګډه منظور کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG