کوټه ـــــ د بلوچستان په شېراني سیمه کې تر 244 پورې افغان کډوال په دې تور نيول شوي چې دوی په "غير قانوني توګه" پاکستان ته دننه شوي او له څه قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه، خو په دوی کې ډېرو هغه اسناد هم لرل چې پاکستان ورکړي دي.
په نيول شويو کسانو کې يوه ناوې هم ده چې په سرو لاسونو د واده په کمیس کې له خپل خاوند سره پېښور ته د خپل نوي کور په لور روانه وه خو د واده شپه يې د ږوب په مرکزي زندان کې شوه.
د شېراني سیمې مرستيال کمیشنر اعجاز جعفر د پنجشنبې- زیارت په ورځ وي او اې ته وويل "له 240 تر 244 پورې افغانان د «دانه سر» پر څوکۍ ملېشه ځواکونو د جولای پر 27م نيولي دي او د سیمې چارواکو ته سپارل شوي دي".
د نوموړي په وینا "دغه افغانان د پنجشنبې- زیارت په ورځ عدالت ته وړاندې شول او يوه ورځ وروسته به افغانستان ته ستانه کړل شي."
په نيول شویو کسانو کې دوې ناروغې ښځې هم دي، چې يوه پکې مېندواره او بله د سرطان په ناروغۍ اخته ده. د ږوب مرکزي روغتون د اسنادو له مخې دوی له ږوب څخه د لاهور او پېښور روغتونونو ته لېږل شوي دي.
د يو شمېر مدني او سياسي فعالانو په ګډون د ږوب او شېراني سیمو يو شمېر وکيلان د نيول شويو افغانانو د انساني حقونو د خوندي ساتلو په دفاع کې عدالت ته وړاندې شول.
مدافع وکیل ولي ازاد امريکا ږغ ته وويل "د پاکستان فارنرز اېکټ 1946 د قانون له مخې د درملنې لپاره د ډاکټر له اسنادو سره روغتون ته پر تللو بنديز نه شته، چې کله یې درملنه وشي بيا هغه بهرنیان تر پولې اړول کېږي".
نوموړي وي او اې ته وويل چې په نيول شويو کې له ماشومانو او ښځو سره سره 60 داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري."
په ږوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشر وکیل قيوم مندوخېل وایي، پر ټولنیزو رسنیو د خبر تر خپرېدو وروسته دوی له دغو افغانانو سره لیدلي او هغوی ته يې د ډوډۍ بندوبست کړی، نوموړي وي او اې ته وویل، "ماشومان او د کېنسر د ناروغه تر څنګ ټول زندانيان ډېر په تکليف وو."
د عوامي نېشنل ګوند یو ځایي مشر نذير افغان هم د نيول شويو افغانانو مرستې ته ورغلی، نوموړي وي او اې ته وويل، "په نيول شويو کسانو کې 50 داسې کسان هم شته چې له هغوی سره د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې «نادرا» ورکړل شوي د افغان شهریت کارډ (Afghan Citizen Card) هم شته چې قانوني سند دی، دغه کارډونه تېر کال په دسمبر کې ورکړل شوي دي".
په کوټه کې مېشته افغان کډواله وارثه ستانکزۍ وایي، د افغان کډوالو د مهاجرت د کارتونو ډېره لويه ستونځه ده، هغې وي او اې ته وویل "د پاکستان دولت چې موږ ته کوم نوي کارډونه د افغانستان د تابعیت کارټ په نامه راکوي په دې موږ ډېر ځورل کېږو بلخصوص کله چې په پاکستان کې دننه سفر کوو."
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د نوي رپوټ له مخې په پاکستان کې دا وخت 1.3 ميلينه رجسټر شوي افغان کډوال دي.
په پاکستان کې د افغانانو درې ډوله دي. لومړی افغان کډوال دي چې له يادې ادرې سره رجسټر شوي، دويم هغه دي چې د پاکستان له «نادرا» ادارې سره رجسټر شوي او د افغان شهریت کارډونه ورکړل شوي او درېیم هغه دي چې هيڅ قانوني اسناد نه لري او په غيرقانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.
دا رپوټ د وي او اې اشنا له ویبپاڼې را اخیستل شوی دی