لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي د اوکرايني ځواکونو په بمبارۍ کې د اوکراين ۴۰ جنګي قیدیان وژل شوي دي


واشنګټن ـــــ په اوکراین کې روس پلوه بېلتون غوښتونکو ويلي د اوکراین پوځ په ماريوپول ښار کې د بمبارۍ په وخت د اوکراین ۴۰ جنګي قیديان وژلي او ۷۵ نه زيات نور پکې ژوبل شوي دي.

د اوکراین جنګي قیديانو د ماريوپول په ازوف سټال سټيل ميل کې پناه اخستې وه، چې له تېرو دريو مياشتو راهیسې يې روس په دغه سيمه د بريد نه ودرولی و.

د برتانیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ټوېټر ويلي روس د اوکراین د جنګ د لومړي صف ځينې ذمه وارۍ شخصي پوځي کمپنۍ "وېګنر ګروپ" ته سپارلې دي، چې ورسره دا په ډاګه شوې چې د روس د پوځ د شخصي کمپنيو سره اړيکې دي او اوس روس د دې نه انکار نه شي کولی او بله دا چې داسې ښکاري روس د جنګي پوځ د کمي سره مخ وي.

د برطاني د دفاع وزارت وايي، "د مارچ د مياشتې راهیسې شخصي پوځي کمپني "وېګنر ګروپ" د اوکراین په مشرقي سيمه کې د روس د پوځ په ملاتړ جنګيږي او داسې ښکاري چې خصوصي ځايونو کې ورته لکه د عام پوځي دستو په لومړي صف کې د جنګېدلو ذمه ورکړل شوې‌ وي".

بل خوا د اوکراین صدر ولاديمير زلنسکي په خپله امروزه وینا کې يو ځل بيا ويلي:

" په ترهګرۍ کې په ګرده نړۍ کې د روس نه زياته سرمايه کاري بل يو ملک هم نه کوي او نړۍ ته په دې غبرګون ښودل پکار دي او دا چې د روس په اړه تر اوسه د امريکې له خوا سخت غبرګون ولې نه دی راغلی".

زلنسکي د امريکايي‌ سنېټرانو مننه وکړه چا چې په يو غږ په يو قرارداد کې د امريکې خارجه وزارت نه غوښتنه کړې چې روس د هغه ملکونو په فهرست کې واچوي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، ‌داسې به روس د کيوبا، شمالي ‌کوريا، ‌ايران او شام په ډله کې شامل شي.

بل خوا روس په تېرو څو هفتو کې په لومړي ځل بیا د زيارت- پنجشنبې په ورځ په پايتخت کیف او شمالي چرنيهيف سيمه کې ميزايلي بريدونه کړي دي. اوکراین تور لګوي چې روس دغه ګام د اوکراین د سخت مزاحمت په غبرګون کې پورته کړی.

د اوکراین ځايي ‌ګورنر وايي،‌ روس د «تور سمندر» د سيمې نه په کیف شپږ ميزايلي بريدونه کړي چې پکې ۱۵ کسان ژوبل شوي، چې پينځه پکې عام ملکي خلک دي.

اوکراین وایي، دوی د روس يو مېزايل راغورځولی خو وايي‌ روس په ليوټېژ سيمه کې د اوکراین دوه پوځي مرکزونه تباه کړي دي.

اوکراین ويلي‌ د دوی پوځ د روس د ولقې نه د خیرسون سيمې د بېرته اخيستلو دپاره جګړه تونده کړې ده او په نيپر درياب جوړ يو پول يې هم تباه کړی چې ورسره روسي ځواکونو ته رسد تړل شوی دی او د هغوی سره اوس د مرګ يا سلامي کېدو نه علاوه بله لاره نشته.

د برتانيې د دفاع وزارت وايي، خیرسون سيمې ته تلونکي درې مهم پلونه وران کړل شوي او دغلته د روس پوځ د نورې سیمې سره تګ راتګ ختم کړی شوی دی، خو روس وايي د دوی پوځ به د کشتيو او نورو لارو د خیرسون نه وځي.

بل خوا د اوکراین صدر زيلنسکي منلې چې روسي ځواکونو د اوکراین دويم نمبر لوی بجليګر نيولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG