لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاشکند کې د چین اؤ پاکستان د خارجه وزیرانو لیدنه کې د افغانستان په ثبات ټینګار شوی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د ازبکستان سر ښار تاشکند کې د شهنګايي تعاون تنظيم غونډه کې د ملاقات په مهال افغانستان کې د استحکام په ضرورت ټینګار کړی او ويلي یې دي چې يو باثباته افغانستان د منقطې د پرمختګ لپاره اړين دی۔

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې دغو هېوادونو افغانستان کې دطالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی ددې هيواد د ثبات خبري يوازې د خپلو معاشي او اقتصادي ګټو لپاره کوي۔

دوی وايي د جمهوري نظام په نه شتون کې افغانستان نه شي باثباته کیدلی بايد ګاونډي هېوادونه په طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو او په هېواد کې د بشري حقونو خوندي کولو لپاره فشار واچوي کوم چې د يو هېواد د ثبات او امنيت لپاره لازم دی۔

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په تاشکند کې د شهنګايي تعاون تنظيم غدونډې په مهال ملاقات کړی او د افغانستان په حالاتو يې خبرې کړې دي۔

په بيان کې دا هم ويل شوي چې دواړو هېوادونو په دې خبره اتفاق کړی چې د منطقې د ترقۍ او خوشالۍ لپاره په افغانستان کې امن او استحکام مهم دی۔

په دې هکله په افغانستان کې مېشت د پوهنتون استاذ او د سياسي چارو کار پوهه عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي پاکستان او چين يوازې د خپلو اقتصادي ګټو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان استحکام غواړي۔


نوموړی دا هم وایي چې رسنيو کې دا ګنګوسې کېږي چې پاکستان غواړي چې د واخان په کوریډور تاجکستان او منځنۍ اسيا ته ځان ورسوي د کوم سره چې به د افغانستان د جنوبي اسيا او منځنۍ اسيا د پل هغه کردار ادا کول متاثره شي۔


هغه داهم وويل ممکنه ده چې په دې کې چين او تاجکستان ته ګټه وي۔

هغه وايي چي دې کې به دپاکستان ګټه دا وي چې د مرکزي اسيا هېوادونو ته به د افغانستان نه بلايي پاس دوی لاره پېدا کړي او ممکنه ده چې دې کې د چين او تاجکستان هم ګټه وي۔

نوموړي زياته کړه افغانستان کې د يو جهموري نظام پرته امن او استحکام نه شي راتلی، دی وايي بايد د پاکستان او چين ترڅنګ ټول سیمه ییز ملکونه وړومبی په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي۔

ښاغلي شفيق وي او ای ډيوه ته په خپلو خبرو کې دا هم وويل که چېرته دا هېوادونه په افغانستان کې په ريښتيا امنيت غواړي نو د افغانستان د امنيت د ټولو نه لومړۍ اړتيا دا ده چې دلته ټول شموله حکومت جوړ شي۔

هغه زياته کړه " زه فکر کوم چې اوس په داسې فضا کې يوازې د افغانستان موضوع مطرح کول چې په خپله يې هم په رسميت نه پېژني دا داسې مثال لري چې دی (افغانستان) دې هم داسې ضغيف وي او مونږه به د خپلو ګټو لپاره يعنې ددې خوږ ګوتې نه افغانستان نيسو او خپلو ګټو لپاره به د دوی په ترخ کې ځان رسوو"

څېړونکي وايي په افغانستان کې د پاکستان او چين مفادات شریک دي او دواړه هېوادونه د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه يا سي پېک افغانستان ته غځول غواړي۔

څه موده وړاندې افغانستان هم د سي پېک د برخې جوړېدو خواهش ښکاره کړی ؤ۔

خو تېره ورځ هندوستان د سي پېک درېم هېواد ته په غځولو نيوکې کړي او د پاکستان فېصله يې غندلې ده.

هند ویلي دي چې د سي پېک څه برخه د پاکستان د واک لاندې کشمېر نه تېرېږي د کوم چې هندوستان د ملکيت دعوه کوي خو بيا د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر د هندوستان دغه بيان رد کړی دی۔

امريکا هم د سي پېک په منصوبه ټکونه کوي او د سي پېک د پروژو قرضې د پاکستان لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې امن او استحکام يوازې د اقتصادي پروژو سره نه شي راتللی بلکې طالبانو ته به هغه کارونه پرېښودل وي د کوم له امله چې غربي نړۍ دوی په رسميت پېژندل نه غواړي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل" چين او پاکستان ته دا هم پکار دي چې په طالبانو باندې فشار راوړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خيال وساتي، جينکو ته د تعليم اجازت ورکړي، مېډيا نه بنديزونه ختم کړي، د دې شيانو نه پرته اقتصادي پائيداري چې کوم چين او پاکستان غواړي هغه په افغانستان کې نه شي راتللی"

د شهګايي تعاون تظيم د غونډې په مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امېر خان متقي سره هم په ړومبي ځل ځل ملاقات کړ دی۔

افغان طالبانو د تېر اګست په 15 مه د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته خپل حکومت جوړ کړی خو د نړۍ يو هېواد هم د دوی حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG