لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایي ایم ایف دپور په اړوند دجنرال باجوه لخوا امریکې نه دمرستې غوښتو رپورټونو ته امریکایي ویاند څه غبرکون ویلی؟


امریکې په دې دعوؤ دتبصرې کولو نه انکار کړی چې ګنې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه ایي ایم ایف نه پور ترلاسه کولو کې دامریکې مرسته غوښتې ده.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس وایي دامریکایي اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ په ګڼو معاملو په تواتر سره خبرې اترې کیږي.

تر دې وړاندې دجمعې په ورځ دجاپان نکي ایشیاء نومې ورځپاڼې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دامریکې دبهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې وینډي سرمن سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ دهغې نه یې غوښتنه کړې ده چې امریکا باید ایي ایم ایف نه پاکستان لپاره دنزدې یو ارب اؤ 20 کروړو ډالرو دپور په ترلاسه کولو کې دپاکستان مرسته وکړي.

دجمعې په ورځ مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په وخت دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس نه هم په دې اړه پوښتنه شوې ده خو امریکایي ویاند په دې موضوع دتبصرې کولو نه ډډه کړې ده.

هغه خبریالانو ته ویلي امریکایي اؤ پاکستاني چارواکي وخت ناوخته په ګڼو معاملو دیو بل سره تماسونه نیسي خو وایي په شخصي سفارتي خبرو اترو تبصره نه شي کیدلی.

ویاند په دغه موقعه ویلي هغه دپاکستان د وزیراعظم دځانګړي معاون اؤ دامریکې دبهرنیو چارو دمرستیالې وزیرې ترمنځ دلیدنې پخلی هم نه شي کولی.

نیډ پرایس زیاته کړې ده امریکا په یو ګوند بل ګوند ته ارزښت نه ورکوي بلکې داییني اؤ جمهوري اصولو اؤ دقانون اؤ انصاف دعملدارۍ ملاتړ کوي.

په عین حال کې دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر ویلي هرکله چې پوځي مشر جنرال باجوه امریکې ته ایي ایم ایف نه دقرض په ترلاسه کولو کې دمرستې وینا کوي نو ددې مطلب دادی چې ملک په کمزوري کیدو دی.

هغه نیوکه کړې چې دا دپوځ دسرلښکر کار نه دی چې هغه امریکې ته فون وکړي اؤ مرسته ترې وغواړي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې که ایا امریکا به دمرستې په بدل کې دپاکستان څخه څه غوښتنه نه کوي؟

دپاکستان پوځ اؤ حکومت لا تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي چې دایي ایم ایف نه دقرض ترلاسه کولو لپاره ریښتیا هم دپوځ سرلښکر دامریکې نه مرستې غوښتې ده که نا؟

دا په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد په دې وروستیو کې د سخت بحران سره مخامخ شوی اؤ‌ دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ ورځ تربلې غورځېږي اؤ دامهال په خلاص مارکیټ دیو امریکایي ډالر بیعه نزدې 250 روپو ته رسیدلې ده.

څېړونکي د پاکستاني روپۍ دبیعې په چټکتیا سره دغورځېدو علت دهیواد دننه سیاسي اړی کړی اقتصادي ځپلتیا ښایي.

سرکاري شمېرې وايي په تېر مالي کال کې د هېواد تجارتي خساره 48 ارب ډالرو ته رسېدلې ده، د جارى کهاتو خساره هم 17 ارب ډالره ده او د تېر مالي کال په لمړو نهمو مياشتو کې د بجټ خساره هم 2565 ارب روپو ته ختلې ده.

که څه هم پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه د قرض لوظنامه لاسلیک کړې ده خو ددې رسمي منظوري لا د ايي ایم ایف ایګزیګټيو بورډ نه ده ورکړې چې د اګست میاشت کې یې د منظورۍ امکان ښودل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG