لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیوې اوونۍ راهسې افغانستان کې دبارانونو اؤ سیلابونو له امله 38 کسان مړه شوي


په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو له امله تېره يوه اوونۍ کې 38 تنان مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه او د کروندې زمکې يې ویجاړې کړې دي.

په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو وزارت وايي په هېواد کې د شويو بارانونو او راغلو سېلابونو له امله د38 کسانو دمړینې ترڅنګ ګڼ شمیر کورونه اؤ دکروندې زمکې هم ویجاړې شوې دي.

د بارانونو او سېلابونو څخه اغېزمن شوي د ننګرهار ولايت ځيني اوسيدونکي وايي چې دوی سره د دولت او خېريه بنسټونو له خوا مرستې نه دي شوي او د پشکال په دې موسم کې د سختو ستونزو سره مخ دي۔

په افغانستان کې د قدرتي پېښو په وخت د انتظام وزارت وايي د پشکال بارانونو او ددې له امله راغلو سېلابونو د هېواد په مختلفو ولايتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زيان اړولی دی۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د ياد وزارت د وياند محمد نسيم حقاني وېنا وه چې تېره يوه اوونۍ کې خلکو ته زيات نقصان په مېدان وردګ، غزني، کندهار، ننګرهار نورستان، هرات او په زابل ولايتونو کې رسيدلی دی۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم ويلي چې کوم بارانونه شوي او سېلابونه راغلي نو د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې یې 38 تنان وژلي او د 40 نه زیات پکې ژوبل شوي دي۔

هغه وايي د ځاني زيان ترڅنګ بارانونو او سېلابونو د خلکو کورونو ته نقصان رسولی او دکروندې زمکې يې هم خرابې کړي دي۔

د ننګراهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي د يادې اولسوالۍ مامند دره کې تېره ورځ د يوې کوټې چت راغورځېدلی چې له امله یې د يو کور دوه ماشومان او يوه مېرمن په حق رسيدلې او څلور نور تنان ژوبل شوي دي۔

دوی وايي په دغه دره کې د خلکو خواوشا 120 جریبه د کروندې زمکه سېلابونو خرابه کړي او بارانونو څه کم 130 کورونو ته زيان اړولی دی۔

د سپين غر ولسوالۍ رستم سعيد د بارانونو له امله دشوي زيان په هکله وي او ای ډيوه ته وايي " زما خپله دوه جریبه پټی خراب شوی او يو د کور ديوال مې لوېدلی دی او يوه مې د رور کوټه لوېدلې ده، نور مې د تروڼو کوټې پرېوتي او څومره خلک چې په مامند دره کې وسېږي نو ټولو ته زيان رسېدلې دی"

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه په سيمه کې د بارانونو او سېلابونو نه متاثره شويو کورنيو سره د اړونده ادارو او خېريه بنسټونو له خوا څه ډول مرسته نه ده شوې۔

د هغه وېنا وه " دلته خلک هر څه ته ضرورت لري، داسې خلک هم دي چې بيخي بې سرپناه شوي دي او د شپې تېرولو لپاره نورو کليوالو کره ځي، خوراکي موادو ته خو په سمدستي توګه ضرورت دی، خېموته ضرورت دی او دغه فصلونه چې کوم اوبو وړي نو که دولت ددې بديل پېدا کړو نو ډېره به ښه وي"

رستم سعيد دا هم وويل چې تر اوسه نه څوک د سروی يا کره مالوماتو ترلاسه کولو لپاره راغلي دي او نه ولسوالۍ ته څوک غوښتل شوي دي چې تاسو ته څومره زيانونه اوښتي دي۔

خو په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو وزارت وايي چې د بارانونو او سېلابونو څخه په ننګرهار او نورو ولايتونو کې د متاثرينو سره د دولت او خېريه بنسټونو له خوا د مرستو کولو لړۍ دوام لري او دغه مرستې به ټولو اغېرمنو خلکو ته ورسول شي۔

د وزارت نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د افغانستان په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د نن نه تر د چهارشنبې ورځې پورې د باران وارېدو امکان دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG