لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين افغانستان ته نور تجارتي رعايتونه ورکوي


‎اسلام اباد- چين ويلي د افغانستان نه د راغوښتل کېدونکو مالونو د تجارت په 98% برخه به ټيکس نه اخلي او ښکاره ده دا ځکه کوي چې د افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت ته وده ورکړي.

د واک نيولو نزدې يو کال وروسته طالبان هڅې کوي چې د هېواد اقتصاد ښه کړي کوم چې د نړيوالو بندېزونو په سوب ډېر اغېزمن شوی.
د چين وزير خارجه وانګ يي دا پرېکړه د طالبانو وزير خارجه امير خان متقي ته په ازبکستان کې د ډېرو هېوادونو د خارجه چارو د وزيرانو د غونډې په موقع په يو ځانګړي ملاقات کې ورورسوله.

وانګ يي د پرېکړې تفصيل په يو بيان کې خپور کړی او ويلي يې دي چين به د افغانستان نه د راغوښتونکي مالونو په 98% برخه ټيکس نه لګوي او بل دا چې چين تيار دی د افغانستان نه نور د ښه معيار څيزونه هم واخلي.

د افغانستان د چين سره د تجارت کچه ډېره لوړه نه ده خو ولې چين د افغانستان نه ځڼغوزي او نوره وچه مېوه راغواړي. دا تجارت د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې د هوايي دهليز د لارې پيل شوی و.

‎د طالبانو حکومت لا په نړۍ کې يو هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی چې د اشرف غني د حکومت د سقوط نه پس نزدې يو کال وشو چې په واک کې دی.

‎چين په ښکاره د طالبانو مرسته کوي او د هغې څو هېوادونو نه دی چې په کابل کې يې د طالبانو د واک نيولو وروسته هم خپل سفارت خلاص ساتلی دی. وانګ يي په وروستيو کې د کابل سفر کړی و او په نورو هېوادونو يې هم غږ کړی و چې د طالبانو رابطې زياتې کړي.
نړيواله ټولنه او په خصوصي توګه غربي ملکونه په طالبانو زور اچوي چې په ښځو لګول شوي بندېزونه دې اوچت کړي، ښځې دې روزګار ته پرېښودل شي او د جينکو په تعليم لګېدلي بندېزونه دې ژر تر ژره لرې کړي.

د امريکا حکومت په طالبانو د بندېزونو په ترڅ کې د افغانستان د نهه بيلين ډالرو نه زياته شتمني کنګل کړې ده او يو شمېر نور بندېزونه يې په افغانستان لګولي. امريکايي چارواکي اوس د طالبانو سره د کنګل شوو پيسو په دريمه برخه بيرته د افغانستان مرکزي بينک ته ورکولو په سر خبرې اترې کوي.

نړيوالو بندېزونو د افغانستان جنګ ځپلی اقتصاد نور اغېزمن کړی او د بشري مرستو لړۍ يې ګډه وډه کړې. د افغانستان د ملکي بجټ په درېو کې دوه برخې د بهرنيو مالي مرستو نه پوره کېدلې.

سخت دريځه طالبان وايي په حکومت کې يې د هر چا نمايندګي شته او په ښځو لګول شوي بندېزونه د اسلامي شريعت او افغان روايتونو په رڼا کې عملي شوي دي.
د جمعې په ورځ په خپل بيان کې د چين وزير خارجه ويلي هېواد يې هيله کوي په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او طالبان په خپله رويه کې نرم بدلون راولي او نړيوالو غوښتنو ته چټک ځواب ووايي چې د نور اعتماد او مشروعيت لامل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG