لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او ملګرو ملتونو د کابل کرکټ سټېډیم چاودنه غندلې، ملګري ملتونه وایي 19 تنه پکې وژل شوي‌


واشنګټن ـــــ امریکې، ملګرو ملتونو او افغان سیاستوالو د افغانستان په پایتخت کابل کې د جمعې په ورځ د کرکټ په لوی سټېډیم کې چاودنه په کلکه غندلې ده، طالبان وایي په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي خو ملګري ملتونه دعوه کوي چې په دې چاودنه کې 19 تنه وژل شوي دي.

د افغانستان په پایتخت کابل کې د جمعې په ورځ ماسپښین شاوخوا څلور بجې د کرکټ په لوی سټېډیم کې په داسې وخت چاودنه شوې وه چې ګڼ شمېر خلک د کرکټ لوبې نندارې ته ورغلي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ یوه چارواکي نصیب خان ځدراڼ د جمعې په ماسپښین ویلي وو چې په چاودنه کې یواځې څلور تنه ټپیان شوي‌ دي او لوبغاړو یا د دوی د ادارې کارکوونکو ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر او په افغانستان کې د دې ادارې سیاسي دفتر په جلا- جلا بیانونو کې دا برید په کلکه غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش مرستیال ویاند فرحان حق د جولای پر 29مه په خپل بیان کې ویلي چې په دې چاودنه کې 19 تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي وو. په بیان کې د ښاغلي انتونیو ګوتېریش له خولې ویل شوي:

"هغه د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښکاره کړې او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پر عامو خلکو او ملکي شیانو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي".

خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ دا د لاسي بم چاودنه بللې او وایي دوه تنه پکې وژل شوي او 12 نور ټپیان شوي دي:

"د کابل کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزه لیګ سیالۍ پر مهال د عامو هېوادونو تر څنګ یو لاسي بم وچاودل شو، چې له بده مرغه زموږ ځینې هېوادوال پکې زخمیان او دوه شهیدان شول".

پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې شوې دي چې تر چاودنې وروسته جوړې شوې دي او پکې لیدل کېږي چې د لوبې نندارچیان د پېښې له ځایه د ګڼې ګوڼې په حالت کې د وتلو هڅه کوي.

د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر په یوه بله ویډیو او ټویټونو کې د افغانستان له خلکو، له بهرنیو مېلمنو، سفارتکارانو او بهرنیو ادارو غوښتي چې د داسې پېښو پر وخت دې د طالبانو د امنیتي ادارو له سرچینو معلومات اخلي او د ده په وینا «د پروپیګنډو» برخه دې نه جوړېږي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د کابل په کرکټ سټېډیم کې پر چاودنه خواشیني څرګنده کړې او له ټپیانو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده. ښاغلي ټامس ویسټ په یوه ټویټ کې لیکلي:

"تشدد هیڅ هدف نه لري او دا د افغانستان د خلکو لپاره جواب نه دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر رامیز الکبروف هم په یو بیان کې دا برید په کلکو ټکو غندلی دی، دا چاودنه په داسې وخت شوې وه چې نوموړی هلته موجود وو او لوبغاړو ته یې وینا کوله. رامیز الکبروف لیکلي:

" دا چاودنه د يو بل نا ببره وحشتناک تاوتريخوالي نخښه ده چې لا هم د افغانستان خلک ورسره لاس ګريوان دي، ورزش خلکو ته هيله ورکوي، د خنډونو په له منځه وړلو او د ټولنو په يووالي او راغونډولو کې مهم رول لوبوي او د وياړ يوه مهمه سرچينه ده".

مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کرکټ په میدان کې چاودنه غندلې او وایي یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي، حامد کرزي پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا "د ترهګرۍ عمل او بشر ضد جرم" دی.

د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي:

"کرکټ د نورو لوبو تر څنګ د افغانانو د خوښې لوبه ده چې په هر ډګر یې ویاړونه راوړي، هدف ګرځول یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی".

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی او نه هم دا معلومه شوې چې د چاودنې هدف څوک وو، خو د طالبانو په واکمنۍ کې داعش خراسان ډلې د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG