لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران استخباراتو یو سویډنی تن د جاسوسۍ په تور نیولی دی


واشنګټن ــــ د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا په یو خبر کې وویل چې د ایران حکومت یو سویډنی وګړی په دې هېواد کې د جاسوسۍ په تور نیولی دی خو د هغه نوم یې نه دی ښکاره کړی.

ایرنا دا خبر د شنبې- خالي په ورځ د ایران د استخباراتي ادارو له قوله خپور کړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې کله او له کوم ځایه نیولی دی.

دغه تن وروسته له هغه نیول شوی چې په سټاکهوم کې یوه عدالت د جولای پر 14مه یو پخواني ایراني چارواکي ته د جنګي جرمونو په تور د ټول عمر د بند سزا واوروله.

د حامد نوري په نوم پر دغه ایراني چارواکي تور دی چې د 1988م په لسیزه کې یې د ایران په یو زندان کې ګڼ شمېر سیاسي قیدیانو ته اذیت رسولی او تېزندۍ کړي یې دي.

د رویټرز خبري ایجسنۍ د رپوټ له مخې ایران په وروستیو کلونو کې په لسګونو بهرنیان او غبرګ شهریت لرونکي کسان نیولي دي، چې وایي پر اکثرو یې د جاسوسۍ او له امنیت سره تړلي تورونه لګولي دي.

د بشري حقونو ډلې وایي د داسې تورونو په لګولو سره د ایران حکومت غواړي چې له بهر څخه مراعات تر لاسه کړي خو تهران دا تورونه ردوي.

ایرنا خبري ایجنسۍ د ایران د استخباراتو د وزارت د بیان په حواله ویلي، "مشکوک تن ایران ته په څو مخکینیو سفرونو کې د هغه د شکمن چلند او اړیکو له امله د استخباراتو وزارت تر څارنې لاندې وو."

ایرنا وایي‌ مشکوک سویډني تن د اسرایلو تر ولکې لاندې فلسطیني سیمو ته د تللو تاریخ لري، په ایران کې هغو ځایونو ته تللی چې د سیل ځایونه نه دي او د یورپیانو په ګډون یې له هغو خلکو سره اړیکې نیولې چې تر څارنې لاندې دي.

د ایران د استخباراتو وزارت په خپل بیان کې سویډن د خپل دښمن اسرایلو په مرسته په "ګوډاګي جاسوسۍ" تورن کړی دی او وایي دا کار به ایران "مناسب غبرګون" ته راوپاروي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویلي له دې پېښې خبر دي. د وزارت ویاند رویټرز ایجنسۍ ته ویلي چې مقدمه د هغه سویډني تن ده چې په مې میاشت کې په ایران کې نیول شوی وو. تهران هغه وخت د دغه تن د نیولو خبر نه وو ورکړی.

په ایران کې په نورو بهرنیانو او غبرګ شهریت لرونکو کسانو کې ایراني نسله سویډنی ډاکټر احمد رضا جلالي هم شامل دی، چې اسرایلو ته د جاسوسۍ په تور د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG