دامریکې دصدر جوبایډن دکرونا وایرس په ازموینه کې ښکاره شوې ده چې هغه یو وارې بیا په کرونا وایرس اخته شوی دی خو سپینه ماڼۍ وایي په صدر بایډن کې دکرونا علامات نشته اؤ طبیعت یې ښه دی.
تر دې وړاندې په 21مه جولایي هم د صدر جوبایډن دکرونا وایرس ټیسټ یا ازموینې نه ښکاره شوې وه چې هغه ته دغه وایرس ورپورې شوی دی.
په وړومبي ځل په کرونا وایرس له اخته کیدو وروسته صدر بایډن ایسولین ته تللی ؤ خو 27مه جولایي اعلان وکړل شو چې دصدر بایډن دکرونا نوې ازموینه پاکه یا مثبت راختلې ده.
دخبري شبکې ای پي د رپورټ له مخې دکرونا وایرس څخه د رغېدو یوازې درې ورځې وروسته چې دشنبې په ورځ دصدر بایډن دکرونا وایرس یوه بله ازموینه وکړه نو له دغې ازموینې په ډاګه شوه چې هغه بیا په کرونا وایرس اخته شوی دی.
دسپینې ماڼۍ ډاکټر کیون او کونور په یوه لیک کې ویلي چې بایډن کې دکرونا وایرس نخښې یا علامتونه نه شته او لا هم خپل طبعیت ښه احساسوي.
هغه ویلي په دې وخت کې یو وارې بیا د صدر بایډن درملنې لپاره هیڅ دلیل نه لیدل کیږي.
د ناروغیو دکنټرول او مخنیوي دمرکزونو د لارښوونو سره سم ، بایډن به لږترلږه د پنځو ورځو لپاره ځان له خلکو جلا اؤ قرنطین کړي او وروسته تر هغې به یو وارې بیا دکرونا وایرس ټیسټ وکړي.
په وړومبي ځل په کرونا وایرس له اخته کیدو وروسته د امریکې 79 کلن صدر جوبایډن ویلي وؤ، سره له دې چې د کورونا وایرس ټول وېکسینونه یې لګولي خو بیا هم دغه وایرس ور پورې شوی دی.
هغه په هغه مهال هم ویلي وؤ صحت یې ښه دی، خپل کار کوي او ډېر زر به جوړ شي او په خپل دفتر او غونډو کې به ولیدل شي.