لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د ايران سرحدي ځواکونو سره نښته کې یو طالب وژل شوی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو چارواکو ويلي، د ايران د سرحدي ځواکونو سره په پوله نښته کې يو طالب وژل شوی دی، د خبري ادارو ترمخه دواړو خواو په يو بل د ډزو د لومړیتوب تورونه لګولي دي.

د رويټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه دغه پېښه پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [31 جولايۍ] د افغانستان د نمروز صوبې او ايران په سرحدي سيمه هيرمند کې رامنځته شوې ده.

رويټرز ويلي، په نمروز کې د طالبانو د پوليسو وياند بهرام حقمل ويلي، په نښته کې يې يو تن وژل شوی او يو ژوبل شوی دی، خو نوموړي د نښتې په اړه څه نه دي ویلي چې علت يې څه دی.

او د ايران چارواکو ویلي، په نښته کې ايرانې خواوې ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د ايران د سرحدي سيمې هيرمند ګورنر ميسم برازنده هم د نښتې رامنځته کېدل تاييد کړي او زياته کړې يې ده چې د پېښې پلټنې روانې دي او نور تفصيل يې نه دی ویلی.

د ايران تسنيم خبري ادارې ویلي، په پوله نښته هغه وخت رامنځته شوې چې طالبانو په پوله په هغه سيمه کې خپل بېرغ لګولو کومه سيمه چې د افغانستان نه ده.

لوړ پوړو طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې چې د طالبانو د واک نزدې کال پوره کيږي، له دې وړاندې هم د طالبانو د افغانستان په ګاونډ کې د ايران او پاکستان سره په پولو د نښتو پېښې مخې ته راغلي دي.

د تير کال په وروستيو کې د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په لال پوره او بيا د روان کال په لومړو کې د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په پوله پرتو ځینو سيمو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ازغن تار لګولو په مهال د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پوله [ډېورنډ په کرښه] پېښې رامنځته شوې وې.

پاکستاني او طالب چارواکو دغه پېښې تاييد کړې او د هوارولو یې ویلي وو.

د روان کال په 5م جنورۍ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، پاکستان د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.

خو افغانستان د پاکستان سره پوله (ډېورنډ) په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

او بيا د فرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزير محمد یعقوب ويلي وو، د پاکستان د سره ډېورنډ په پوله د طالبانو مشرتابه تراوسه څه پرېکړه نه ده کړې او نه دوی په پوله د ازغن تار تېرولو اجازه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG