لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهري زما په امر په کابل کې په ډرون برید کې ووژل شو


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن وایي د یکشنبې- اتوار په ورځ د ده په امر امریکې په کابل کې «کامیابه عملیات» کړي دي او د القاعده ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري یې یو ډرون برید کې وژلی دی.

بایډن وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو پر وخت یې هم له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه، اجازه به ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.

ښاغلي جوبایډن د ګل- دوشنبې په ورځ د امریکې پر وخت ماښام 7:30مې بجې ولس ته په ځانګړې وینا کې وویل، څنګه چې یې یوولس کاله مخکې د القاعده مشر اسامه بن لادن «په انصاف رسولی» وو، یو ځل بیا "اوس، انصاف تر سره شوی دی او دا ترهګر مشر نور نه شته".

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې د بې پایلټه ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی دی، طالبانو لا د هغه وژل نه دي تایید کړي خو دا برید یې غندلی دی.

صدر بایډن وویل وروسته له هغه چې په کابل کې یې د الظواهري د ځای په اړه پر ښکاره او د باور وړ ثبوتونو غور وکړ، بیا یې د هدفي برید اجازه ورکړه چې هغه "په یو ځل او د همېشه لپاره د جګړې له ډګره لرې کړي".

ولسمشر بایډن وایي د برید پر وخت الظواهري د دې خوندي کور په بالکنۍ کې وو او یواځې هغه وژل شوی او د کورنۍ نور غړي یې د دې کور په نورو کوټو کې وو او هغوی یا نورو عامو خلکو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

دا یوولس کاله وروسته پر القاعده ډله یو ډېر لوی ګوزار دی، چې په 2011م کال کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې امریکایي کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې و واژه.

دا خبره لومړی ځل امریکايي چارواکو د دوشنبې- ګل په ورځ رویټرز خبري ایجنسۍ ته کړې وه. القاعده ډلې هم لا پر ظواهري د ډرون برید او د هغه د "وژنې" په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي وو، چې د سي ای اې ډرون الوتکې دا برید د یکشنبې- اتوار په ورځ په کابل کې پر یو کور باندې کړی دی. دغه اعلی امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي وو:

"امریکې په افغانستان کې د القاعده یو مهم هدف په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې په نخښه کړ، چې ډېر کامیابه وو او عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

ولسمشر جوبایډن په ټینګار سره وویل هغه کسان چې غواړي امریکې، د امریکې وګړو او ګټو ته زیان ورسوي، که د نړۍ په هر ځای کې وي هیڅکله به ونه زغمل شي:

"نن شپه موږ روښانه کړه: لازمي نه ده چې دا کار څومره وخت اخلي، پروا نه کوي چې تاسې چېرې د پټولو هڅه کوئ، امریکا به تاسې پیدا کړي او را بهر به مو کړي".

له ریپبلکن ګوند سره تړاو لرونکی د امریکې د سېنټ د استخباراتو د کمېټۍ مرستیال مارکو روبیو په یوه بیان کې ویلي، دا عملیات د هغو ټولو ترهګرو د وژلو لپاره د ژمنې یوه برخه ده چې د 2001م کال د ستمبر په 11مه پر امریکې د برید ذمه وار دي یا اوس هم د امریکې ګټو ته خطر پېښوي.

ایمن الظواهري یو مصری ډاکټر او سرجن دی چې د 2001 کال د ستمبر د 11مې په بریدونو کې د مرستې تور پرې لګېږي. په هغه پېښه کې چې له څلور تښتول شویو الوتکو څخه دوې د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز له دوو ودانیو سره جنګول شوې وې شاوخوا 3000 کسان پکې وژل شوي وو.

رویټرز لیکي چې که د سي ای اې په ډرون برید کې د ایمن الظواهري وژل کېدل تایید شي دا پېښه به دا پوښتنې راپورته کړي چې ایا طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر کابل تر واکمنېدو وروسته هغه ته پناه ورکړې وه که څنګه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې پر کابل د امریکې له خوا ډرون برید تایید کړی، خو په کلکه یې غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف کار بللی دی. ذبیح الله مجاهد په بیان کې لیکلي:

"اسلامي امارت دا برید د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه بولي. دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی. د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي".

ټاکل شوې چې د امریکې صدر جوبایډن به د دوشنبې- ګل په ورځ په ځایي وخت د ماښام پر 7:30 بجو په کابل کې د دغو تازه عملیاتو په اړه ځانګړې وینا وکړي. سپینې ماڼۍ پخپل بیان کې دا د "ترهګرۍ په ضد کامیابه عملیات" بللي دي.

که د ایمن الظواهري وژنه تایید شي دا به د امریکې د واکمن ډیموکرېټ ګوند لپاره د القاعده په ضد په ترهګرۍ ضد جګړه کې دویمه لویه لاسته راوړنه وي، د دې ډلې مشر اسامه بن لادن هم د ډیموکرېټ ګوند د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په مهال وژل شوی وو.

رویټرز لیکي چې د یکشنبې- اتوار په سهار په کابل کې د یوې درنې چاودنې ږغ اوروېدل شوی وو. د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع تکور په دې اړه رسنیو ته ویلي وو:

"په شېرپور سیمه کې پر يو کور راکټ لګېدلى وو خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه چې په کور کې څوک نه وو."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره مې میاشت کې په خپل یو تفصیلي رپوټ کې دعوه کړې وه چې د ایمن الظواهري په ګډون د القاعده ډلې مهم مشران په افغانستان کې دي او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده نوی بیعت کړی دی، خو طالبانو دا رپوټ رد کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG