واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي د ظواهري په وژلو یې د ترهګرۍ د ګواښونو په وړاندې خپله ژمنې عملي کړې. د امریکې مخکینی ولسمشر بارک اوباما وایي اوس له جګړې پرته هم په افغانستان کې ترهګري ځپل کېدای شي.
د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د ایمن الظواهري وژنې ته په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي:
"د القاعدې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته نړۍ تر ډېره خوندي ده. امریکا به د هغو کسانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي چې زموږ هیواد، زموږ خلکو او یا زموږ متحدینو ته خطر پېښوي".
القاعده ډلې هم لا پر ظواهري د ډرون برید او د هغه د "وژنې" په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم د امریکې د ډیموکرېټ ګوند د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په مهال وژل شوی وو. بارک اباما پر ټویټر د القاعده پر مشر د وړمې ورځې د برید په اړه لیکلي دي:
"دا خبر د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې له جګړې پرته هم د ترهګرۍ ځپل ممکن دي او زه هیله لرم چې دا د 9/11 د قربانیانو د کورنیو او د هغه چا لپاره وړه اندازه امن دی چې القاعدې زیانمن کړي دي".
د افغانستان د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکې ډرون برید ته په خپل غبرګون کې پر ټویټر لیکلي:
"اسامه بن لادن په پاکستان کې وژل شوی وو او ظواهري د جي ایچ کیو په نیول شوي کابل کې و وژل شو". له جي ایچ کیو څخه د امرالله صالح مقصد په راولپینډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکز دی، خو د پاکستان پوځ د کابل د نیولو څه دعوه تر اوسه نه ده کړې.
د افغانستان د مخکینۍ استخباراتي ادارې این ډي ایس یا ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر ټویټر په پرله پسې ټویټونو کې یو شمېر دعوې کړې دي خو په پیل کې یې پر کابل د امریکایي ډرون برید په اړه پوښتنه کړې چې «آیا دا هسې یو ټکر وو که سودا وه!». نبیل پر مخ لیکلي:
"داسې ګڼل کېږي چې یواځې سراج الدین حقاني او حقاني شبکې په دې کې لاس درلود چې ظواهري ته ځای ورکړي. دا اوس د طالبانو لپاره ګرانه ده چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خپل بایللی باور تر لاسه کړي".
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم د القاعده ډلې د مشر وژنه د نړۍ لپاره د امن زېری بللی دی، هغه نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:
"د ایمن الظواهري وژل د یوې خوندي نړۍ پر لور یو ګام دی. کېنېډا به له خپلو نړیوالو ملګرو سره د ترهګرۍ د خطرونو د مخنیوي، امن او ارامۍ ته د ودې ورکولو او زموږ په کور او نړۍ کې د خلکو د خوندي ساتلو لپاره کار ته دوام ورکړي".
صدر جوبایډن د اګست پر لومړۍ نېټه د امریکې پر وخت ماښام 7:30مې بجې ولس ته په ځانګړې وینا کې وویل، څنګه چې یې یوولس کاله مخکې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژلی وو، اوس یې د دې ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري و واژه:
"انصاف تر سره شو او دا ترهګر مشر نور نه شته. د نړۍ خلک نور باید له دې وحشي او هوډمن وژونکي ونه وېرېږي. امریکا د خپلو خلکو د دفاع لپاره د هغو کسانو پر ضد خپله دوامداره اراده او وړتیا ښکاره کوي چې غواړي موږ ته زیان را ورسوي. موږ نن شپه یو ځل بیا روښانه کوو: دا ضروري نه ده چې څومره وخت اخلي، دا مهمه نه ده چې تاسې چېرې پټ یئ، که تاسو زموږ خلکو ته ګواښ یئ، امریکا به تاسې پیدا کړي او را بهر به مو کړي".
د امریکې صدر جوبایډن وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو پر وخت یې له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه، اجازه به ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.
له ریپبلکن ګوند سره تړاو لرونکی د امریکې د سېنټ د استخباراتو د کمېټۍ مرستیال مارکو روبیو په یوه بیان کې ویلي، دا عملیات د هغو ټولو ترهګرو د وژلو لپاره د ژمنې یوه برخه ده چې د 2001م کال د ستمبر په 11مه پر امریکې د برید ذمه وار دي یا اوس هم د امریکې ګټو ته خطر پېښوي.
طالبانو لا د الظواهري د وژنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبرپاڼه کې پر کابل د امریکې ډرون برید تایید کړی او په کلکه یې غندلی دی. مجاهد دا د نړیوالو اصولو خلاف کار بللی دی او په بیان کې یې لیکلي دي:
"دا برید د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه دده. دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکې، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی. د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي".
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره مې میاشت کې په خپل یو تفصیلي رپوټ کې دعوه کړې وه چې د ایمن الظواهري په ګډون د القاعده ډلې مهم مشران په افغانستان کې دي او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده نوی بیعت کړی دی، خو طالبانو دا رپوټ رد کړی وو.