لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ ټي ټي پي سره د خبرو په ضد د آرمي پبلک سکول د ماشومانو د کورنیو درخواست رد کړی


پېښور ــــ په وروستیو کې پېښور هايکورټ د آرمي پبلک سکول په ترهګره پېښه کې د وژل شويو څلورو ماشومانو او يوې استازې د میندو له خوا د حکومت او ترهګر تنظيم ټي ټي پي تر منځ د خبرو اترو پر ضد جمع کړی شوی خواست رد کړی دی.

د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو او استادانو میندې وایي د عدالت د لارې یې د حکومت نه تپوس کړی، چې کومې ترهګر ‌‌‌‌‌‌ډلې د اې پي ایس د برید ذمه واري منلې وه هغې ‌سره په خبرو کې دي دوی ته هم ډاډ ورکړل شي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږي.

خو حکومت په عدالت کې د دې ځواب ورکولو په ځای د اې پي ایس د پېښې اغېزمنو کورنیو ته د ورکړل شویو مراعاتو او تاوان تفصل وړاندی دی. دغه میندې وایي دوی معاوضه نه بلکې انصاف یې غوښت.

د آرمي پبلک سکول پېښور په بريد کې د په نخښه شويو دوو زده کوونکيو سیف الله دراني او نورالله دراني مور فلک ناز وايي د خپلو وژل شويو ماشومانو د وينې حساب او انصاف غواړي خو حکومت ورته مراعات شمېرل شروع کړي:

"اولاد د خرڅ څيز نه دی چې دوی مونږ ته داسې وايئ، مونږ خو تاسو نه څه نه دي غوښتي، پلاټونه دي او که نور څه دوی راکړي دي نو هغه په سپريم کورټ کې پراته دي. مونږ سپريم کورټ ته په ډاګه ویلي دي چې زمونږ دولت نه دی پکار، زمونږ انصاف پکار دی که نن زمونږ بچو سره انصاف وشو نو بيا به بلې مور سره داسې نه کيږي."

فلک ناز وايي دوی يواځې د عدالت د لارې دا معلومول غوښتل چې کوم ترهګر تنظيم د آرمي پبلک سکول د پېښې ذمه داري منلې وه، د هغوی سره په خبرو اترو کې دې دوی ته ډاډ ورکړل شي:

"هغه ټول شرطونه دې په ډاګه کړل شي چې حکومت د کومو شرطونو د لارې دغه ترهګر تنظيم ملک ته بېرته راپرېږدي."

د فلک ناز په شمول څلور نورې داسې ميندې چې ماشومان يې د آرمي پبلک سکول په خونړۍ پېښه کې وژل شوي، د هغوی وکيل اجون خان- چې خپل زوی اسفند خان يې هم په دغه بريد کې بایللی دی- د حکومت په دغه ځواب او رويې باندې خفګان ښکاره کړو او وايي دوی يواځې د خپلو ماشومانو لپاره انصاف غواړي:

"دا کله هم نه شي کېدلی چې مونږ دوی ته ویلي وي او يا مو غوښتنه کړې وي چې مونږ ته پېسې راکړئ. دا د رياست پیسې دي، رياست زمونږ ذمه وار دی او مونږ به ترېنه د دې تپوس کوو."

په عدالت کې د دغه خواست د اورېدنې په مهال د داخله وزارت چارواکي او افسران د عدالتي حکم پرته هم يا خو هډو وړاندې نه شول او که وړاندې هم شول نو د حکومت او ټي ټي پي تر منځ د روانو خبرو اترو په اړه يې څه معلومات په عدالت کې وړاندې کولو نه ډډه وکړه.

د دغې اورېدنې په مهال د دفاع وزارت له خوا راغلي پوځي افسر عدالت ته وویل، د آرمي پبلک سکول په پېښه کې ککړو مجرمانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده. دغه افسر وروسته عدالت ته د هغو معاوضو تفصیل هم وړاندې کړو، چې اغېزمنو کورنيو ته ورکړل شوې دي.

پوځي افسر عدالت ته وویل چې په عامه توګه سويلين شهيد ته صرف 20 لکه روپۍ معاوضه یا تاوان ورکول کيږي خو د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شويو ماشومانو او نورو کارکوونکيو کورنيو ته د يو کس په سر 40 لکه روپۍ تاوان ورکړل شوی دی.

هغه زياته کړه چې دغو اغېزمنو کورنيو ته د نورو ماشومانو د ويړيا علاج، د خپلې خوښې په اداره کې تعليم، ډي ایچ اې سکیم کې د 10 مرلو پلاټ او د عمرې غوندې نور مراعات هم ورکړل شوي دي.

د دفاع وزارت پوځي افسر زياته کړه چې د آرمي پبلک سکول په ترهګر بريد کې ژوبل شویو زده کوونکيو لپاره پوځ د خپلو فنډونو نه نهه کروړه روپۍ خرڅې کړې دي.

په جسټس لال جان خټک او جسټس شاهد خان مشتمل د هایکورټ دوه کسيزه بېنچ تر دليلونو وروسته دغه خواست خارج کړی خو د ارمي پبلک سکول په بريد کې د وژل شويو ماشومانو میندې وایي حکومت دې دا ټول مراعات واپس واخلي خو دوی ته دې انصاف ورکړي او د آرمي پبلک سکول پېښه کې ککړو خلکو ته دې سزا ورکړل شي.

سپریم کورټ ته هم د آرمی پبلک سکول د پېښې تحقیقاتي عدالتي کمیشن رپوټ لا پروت دی او د دغو میندو د پاکستان اعلی عدالت ته سترګې دي چې ددغه ترهګر برید په ناکامه کولو کې پاتې راغلو نااهله ذمه وارانو سره به حساب وکړي او هغوی ته به سزا ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG