لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر نرخ لس روپۍ وغورځېدو


دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ یو ځل بیا مخ په بره روان شوی دی اؤ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ډالر نرخ نزدې لس روپۍ غورځېدلی دی.

دپاکستان دپیسو دتبادلې اتحادیه وایي دشورو په ورځ سهار وړومبی د پاکستان روپۍ نرخ کې 88 پیسې اضافه وشوه اؤ د ډالر نرخ 237 روپو اؤ پینځوؤ پیسو ته راکوز شو.

تر دې یوه ورځ وړاندې په بینکونو کې ډالر په 238 روپو اؤ 38 پیسو تبادله شوی ؤ.

غرمه په نزدې یوه بجه دپاکستاني روپۍ ارزښت نور هم زیات شو اؤ دتجزیاتي ویب پورټل میټس ګلوبل له مخې اؤ یو ډالر 228 روپۍ پلورل کیدو.

پاکستان کې دپیسو دتبادله کوونکو داتحادیې مشر ملک بوستان رسنیو ته ویلي هیله ده چې نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف به ډیر زر پاکستان ته دپور پاتې پیسې ورکړي چې ددې له امله دجمعې د ورځې راپدیخوا دپاکستاني روپۍ ارزښت په زیاتېدو شوی دی.

تر دې څو ورځې وړاندې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت په تاریخي کچه تر ټولو زیات بیللی ؤ اؤ په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ تر 250ؤ‌ روپو هم په بره تللی ؤ.

خو اوس په خلاص مارکیټ کې به ډالر لس روپۍ راپریوتې اؤ 229 روپو ته راغلی دی.

ملک بوستان دا هم ویلي دي چې دپاکستان نه ډالر په دې وروستیو کې افغانستان ته قاچاق کیدل چې له دې امله په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ له قابو کیدو وتلی ؤ خو هغه وایي دپاکستان لخوا په پوله دسختو حفاظتي ګامونو له امله اوس افغانستان ته د ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې ده اؤ همدا وجه ده چې دپاکستاني روپۍ ارزښت هم ورسره په شښه کیدو دی.

تیره اوونۍ دپاکستان د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل ویلي وؤ په روپۍ روان فشار به راتلونکو دوو هفتو کې ختم او ډېر زر به د ډالر پاکستان ته راتګ د بهر تلو په مقابله کې زيات شي.

ملک بوستان هم وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د ډالر په قيمت کې د استحکام راوستو يوازينۍ لاره هیواد ته د ډالر راتلل زياتول دي.

ملک بوستان وايي چې مرکزي بانک له به د هغو برامدات کوونکيو پرضد سخت ګامونه اخستل پکار وي چې په خپل ټاکلي وخت صرف په دې لالچ خپله برامدي زر مبادله هېواد ته نه رواړي چې ګني د ډالر نرخ به نور هم زيات شي.

نوموړي وويل چې پاکستان له به د افغانستان سره تجارت هم د ډالر پځائ په روپۍ کې کول وي چې له کبله به یې پاکستان ته هره میاشت د 2 ارب ډالرو بچت کېږي.

د پاکستان د مرکزي بنک ترمخه د تېر کال اپریل او سږ کال د جولایي د مياشتې په مينځو مانه کې د مخ په سېوا کېدونکې تجارتي خسارې او سياسي عدم استحکام له کبله د امريکايي ډالر په مقابله کې د روپې په قدر کې نزدې 22 فيصدي کمی راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG