لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان ته د1.2 بېلينه ډالرو پور ورکول د ملګرو هیوادونو دمالي همکارۍ پخلي پسې تړلی


نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف د اګست په پائ کې د پور د وروستۍ جوپې 1.2 بېلينه ډالرو ورکولو منظوري پاکستان ته د دوستو هېوادونو لخوا د مناسبو مالي همکاریو د باور سره تړلې ده.

تېره ورځ په پاکستان کې د ايي ایم ایف استازي په يو لنډ بېان کې ویلي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف د ایګزیګټيو بورډ غونډه به د اګست په پائ کې هله کېږي چې پاکستان ته د دوستو هېوادونو له لوري د مالي همکاریو ترلاسه کيدو پخلی وشي.

که څه هم نن د شورو په ورځ د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ په قدر کې د لسو روپو څخه زياته اضافه شوې او د ونډو د بازار په 100 انډېکس کې هم د 900 پواېنټونو اضافه راغلې ده خو اقتصاد پوهان دا وقتي رجحان بلي او وايي د هېواد اقتصاد لا د خطر د کوره نه دی وتلی.

د ایي ایم ایف استازی ايستهر پيريز وايي د جولایي په 31مه نېټه د پاکستان حکومت د تېلو د لېټر په سر په لېوي ټېکس کې د اضافې کولو وروسته د ايي ایم ایف د وړاندې نه اېښودل شوی شرط پوره کړی دی.

نوموړې په يو لنډ بېان کې وېلي چې پاکستان ته د دوستو هېوادونو لخوا د مالي همکاریو ورکول کېدو د مناسب باور د پخلي وروسته احتمال دی چې د قرض ورکوونکې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د اېګزیګټيو بورډ غونډه به د روانې میاشتې اګست په پائ کې راوبلل شي.

د ايي ایم ایف څخه د قرض ترلاسه کولو په ترڅ پاکستان د پېشګي شرطونو پـوره کولو لپاره حکومت د جولایي په 31مه د پټرولیم په ټولو مصنوعاتو لېوي کې اضافه کړې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د ايي ایم ایف د اېګزیګټيو بورډ غونډه د پاکستان د دوستو هېوادونو لخوا د څلور اربه ډالرو د مالي همکاریو د باور سره تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه
د امريکايي چارواکو سره په ټېلفوني تماس کې خواست کړی ؤ چې هغوى(امریکا) دې په ايي ایم ایف پاکستان ته زر تر زره د قرض ورکولو لپاره فشار واچوي.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د استازي لخوا دا غېر متوقع بېان د خزانې د وزارت او د پاکستان د مرکزي بنک د هغو دعوو وروسته مخې ته راغلی چي وېل یې د روان مالي کال لپاره د پاکستان ټولې مالياتي اړتياوې پوره کړې شوې دي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود ډيوه ته وايي ايي ایم ایف د دوستو هېوادونو لخوا پاکستان ته د مالي همکاریو د باور غوښتنه ځکه کوي چې وګوري ایا د پاکستان کرېډټ بېس یا د قرضو بېرته ستنولو توان لري او که نه.

وايي ايي ایم ایف د دوستو هېوادونو لخوا پاکستان ته د څلور بېىلنه ډالرو ورکولو ضمانت په دې غواړي چې که سبا د ايي ایم ایف د قرض بېرته ستنولو وخت راځي نو ایا پاکستان ددې د ستنولو صلاحیت لري.

دنوموړي په وینا ايي ایم ايف ګڼي که دا پېسې د پاکستان سره نه هم وي نو د پاکستان دوست هېوادونه لکه چين او سعودي عرب به پاکستان ته پېسې ورکړي او پاکستان به بیا ددې جوګه شي چې قرض ايي ایم اېف ته ستون کړي.

نوموړي وويل ددې پرشا خبره دا ده چې روان کال کې به پاکستان له 33 بيلېنه بهرنۍ قرضې ستنول وي او خلکو دا پوښتنه کوله چې ایا د پاکستان دومره توان یا امدن شته چې خپلې قرضې واپس کړی شي او خپلې مالي خسارې پکې هم پوره کړی شي.

پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی او څېړونکي د هېواد د اقتصادي سقوط اټکلونه کوي.

خو نن د شورو په ورځ د هېواد پرځېدلې روپۍ یو ځل بیا په بره ختلې او د څو ورځو راهیسې د مندې ښکار د ونډو بازار کې اضافه ليدل شوې ده.

د کاروباري ورځې په پېل کې نن د شورو په ورځ د بنک دننه د روپۍ په قدر کې ښکاره اضافه رېکارډ شوې ده او ډالر یوولس روپۍ په لاندې راغلی دی.

د پاکستان د پېسو بدلونکې اتحادیې ترمخه په انټر بنک کې د کاروبار په مهال د ډالر په قدر کې 11 روپۍ او 38 پېسې د کمي سره يو ډالر 227 روپو ته ښکته شوی.

هم داسې په خلاص مارکیټ کې هم د ډالر په قدر کې چټک کمی راغلی دا اوس په 229 روپۍ خرڅېږي.

هم دا ډول د ونډو بازار 100 انډېکس کې د شورو د ورځې د کاروبار په مهال 900 پواېنټس اضافه شوې ده او څېړونکي وايي داد ايي ایم ایف د اوسني وضاحت او د قرض دپروګرام د بحالېدو وجه ده خو ځينې اقتصادي پوهان د روپۍ په قدر کې راغلی ثبات او د وڼدو په بازار کې ګرم کاروبار وقتي رجحان ګرځوي او وايي د پاکستان اقتصاد لا د خطر د کوره نه دی وتلی.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين وايي د دوستو هېوادونو لخوا پاکستان ته د څلور بيېلنه ډالرو ورکولو باور ترلاسه کول د ايي ایم ایف پېشګي شرط ؤ.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل کله چې کال 2019 جولاېي کې د پاکستان د ايي ایم ایف سره د شپږ اربو ډالرو د قرض لوظنامه کېده نو په دغه لوظنامه کې ليک وؤ چې پاکستان به د دوستو هېوادونو څخه د 39 بيلېنه ډالرو د ترلاسه کولو باور ورکوي.

هغه وايي ددې په وجه چې کله پاکستان د ايي ایم ایف سره لوظنامه کړې نو پاکستان ته ډېرې اسانۍ ورکړې شوې وې.

نوموړی وايي که پاکستان د دوستو هېوادونو څخه د مالي همکاریو د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راځي نو بیا به حکومت ددې پېسو لپاره نوي ټېکسونه لګوي، د تېلو او بجلۍ بعيې به نورې سېوا کوي او د ماليې نورې سرچينې به لټوي.

هغه زیاتوي د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل مخکې ورځو کې وېلي وو چې دا رقم باوري شوی او ویل یې چې د جولایي د مياشتې تر پائ به ترلاسه شي خو دی وايي پېسې لا اوس پاکستان ته نه دي راغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG