لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناټو مشر: که روس د اوکراین جګړه وګټي نو نړۍ به ډېره خطرناکه شي


واشنګټن – د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د لویدیځ پوځي‌ اتحاد دوه دندې دي، یو دا چې د روس د یرغل په وړاندې له اوکراین سره مرسته وکړي او دوهم د ناټو او روس ترمنځ د دغې جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي ناروې کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، دا د ناټو اخلاقي مسولیت دی چې له اوکراین او د دغه هېواد تر یرغل لاندې خلکو سره مرسته وکړي.

سټالټنبرګ وویل، "مونږ جګړه او په ملکیانو باندې بریدونه او ویجاړی وینو چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې مو نه دی لیدلی. مونږ د دې په وړاندې بې تفاوته نشو پاتې کېدای."

د امریکا سنېټ په ناټو کې د سویډن او فېنلېنډ غریتوب تصویب کړ:

سټالټنبرګ وویل، که د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د پوځي ځواک په کارولو سره هغه څه ترلاسه کړي چې یې غواړي نو نړۍ به يو ډېر خطرناک ځای شي.

هغه وویل: "که روس دا جګړه وګټي،‌ نو هغه ته به دا خبره ثابته شي چې تاوتریخوالی کار کوي. نو بیا نور هېوادونه ورپسې دي."

د اوکراین پوځ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې روسي ځواکونو د اوکراین په ګڼو ځایونو باندې توغندي توغول، چې په هغو کې د خارکیېف، سلوېنسک او چرنیېف سیمې هم شاملې دي.

په ورته وخت کې د برتانیې د دفاع وزارت ویلي، اوکرایني ځواکونو په روسي مرکزونو، لوجیستیکي اډو او د وسلو په زېرمو باندې توغندي او توپونه ویشتي.

د وزارت په بیان کې راغلي، داسې ښکاري چې دغو بریدونو د روس په هغو هڅو باندې خورا زیات اغیز کړی چې غواړي خپلو ځواکونو ته مرستې او اکمالات ورسوي.

د انرژۍ ناورین:

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سیون د بهرنیو چارو وزیرانو د شورو یا چهارشنبې ناوخته په یو خپور کړي بیان کې ویلي، دوی داسې لارو چارو باندې غور کوي چې په ترڅ کې یې روس د خپلې یرغلیزې جګړې له ګټې بې برخې شي او د روس لپاره د جګړې لګښت کمزوری کړي.

دوی ویلي، دوی به پر هغو کړنلارو باندې کار وکړي، چې له امله یې د روس د انرژۍ له صادراتو ګټه کمه کړي او په ورته وخت کې په نړۍ کې د انرژۍ مارکیت باثباته وساتي، تر څو په غریبو او د منځني درامد هېوادونو باندې ناوړه اغیز و نه کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه اداره اوس په هغو لارو چارو باندې کار کوي چې د جګړې له امله په نړۍ کې د انرژۍ رامنځ ته شوی بحران حل کړي.

هغه وویل، کله چې له اوکراین څخه د غلو صادرات پیل شول نو ورسره د غنمو او سرې بیې هم له جګړې څخه وړاندې وخت اندازې ته راوغورځېدې.

خو هغه وویل، دا په دې معنی نه چې د ډوډۍ بیه په نانوایانو کې پخواني حالت ته رسېدلې ځکه په نړۍ کې د انفلېشن ستونزه شته.

د ملګروملتونو دغه مشر په دې نیوکې وکړې چې د تېلو او ګازو حریصو کمپنیو د انرژۍ له بحران څخه بې ساري ګټه کړې.

هغه وویل،‌ دا د تېلو او ګازو کمپنیو ته یو غیر اخلاقي خبره ده چې د انرژۍ له بحران څخه یې له غریبو خلکو او ټولنو څخه په ریکارډ کچه ګټه ترلاسه کړې.

هغه حکومتونه وهڅول چې له دغو ګټو څخه ټکسونه واخلي او بیا دا ترلاسه شوې پیسې د ټولنیز خوندیتوب په برخو باندې ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG