لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي کابل ته د ظواهري په راتګ او اوسېدو معلومات نه لري، امريکا ويلي ويډيويي شواهد لري


په لومړي اګست چې امریکې په کابل کې په ډرون بريد کې د القاعده د مشر ايمن الظواهري د وژنې ويلي وو، څلور وروسته په کابل کې د طالبانو حکومت رسمي بيان ورکړی او ويلي يې دي، د ايمن الظواهري په راتګ او دلته په اوسېدو هيڅ معلومات نه لرو، خو امریکايي چارواکو ویلي ويډيوي شواهد يې لري.

د امریکې صدر په دوېم اګست ويلي وو "زما په امر امریکې د افغانستان په کابل کې کامياب هوايي بريد کړی او د القاعده مشر ايمن الظواهري يې وژلی دی".

او دغه بيان ته په ځواب کې په دوېم اګست په کابل کې د طالبانو حکومت منلي وو، چې دغه بريد امریکايي ډرون کړی دی، غندنه يې کړې وه او د دوحې تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [4 اګست] بيا د طالبانو حکومت بل رسمي بيان جاري کړی او ويلي يې دي، "په کابل کې چې کوم هوايي برید شوی او د امريکې صدر جوبايډن دعوه کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري يې پکې په نخښه کړی، د طالبانو حکومت د ايمن الظواهري د راتګ او د اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري".

د طالبانو حکومت ویلي، "د دغه پېښې څيړنه کوي او زياته کړې يې ده د افغانستان د خاورې څخه د امریکا په شمول هيچا ته خطر نشته، طالبان د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او د هوکړې سرغړونې بايد سرته ورسيږي د طالبانو حکومت په کابل کې ډرون کېدل بيا غندلي دي".

د طالبانو د حکومت د بيان راتلو وروسته په ټولنيزو رسنيو خلکو پوښتنې راولاړې کړي چې څنګه د طالبانو حکومت په ايمن الظواهری نه وو خبر.

څيړونکی خبريال حقنواز خان د طالبانو د حکومت د ايمن الظواهري د بيان په اړه وايي، د هغه په نظر دا عجيبه بيان دی دوی ترديد نه کړی چې هغه مړ دی که نه دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل،"زما په خيال په طالبانو فشار زيات دی خو طالبانو د فشار کمولو په ځای دغه مسله يې د وضاحت په ځای د ځان دپاره نوره مشکله کړه".

نوموړی وايي، "د ايمن الظواهري د وژنې خبره عام تن نه ده کړې د امریکې صدر کړې او د هغو سره به يې شواهد وي. د طالبانو درېم بیان راغلو او ټول بدل بدل دي نو دا پوښتنې راولاړوي".

افغان څيړونکی خالد سادات وايي، "که طالبان وايي چې هغه ناخبره وو نو طالبان بيا بې کفايته دي د خپلې خاورې په اړه معلومات نه لري چې ترهګر پکې چرته اوسيږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل،" په دې ټولو موضوعاتو کې طالبان ملامته دي، دا يوځې يوه بهانه ده ځکه چې دا څنګه کېدی شي چې د ايمن الظواهري غوندې سړی دې کابل ته راوړل کيږي او دوی پرې نه وي خبر، نوموړی طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] سره په اړيکو هم تورنوي".

نوموړي زیاته کړه، "طالبان اوس ګېر دي ملامت دي نو اوس يوه خبره نه شي کولی، او بل دا چې دوی خو اول دا ډرون منلو نه، نو په ټولو خبرو کې طالبان بند راغلي او دروغ يې ويلي دي".

خبريالې فرزانه علي د طالبانو لخوا د ايمن الظواهري په اړه معلومات نه لرلو په اړه ټويټ کړی او ويلي يې دي،

"دې بيان راته د کال 2011 د دوېمې مې ياد تازه کړه".

د کال 2011 په دوېمه مې امریکايي ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اسامه بن لادن په عملياتو کې وژلی وو.

د دغه پېښې وروسته هغه وخت د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني ویلي وو، د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني دعملياتو په شپه دوه بجې هغه ددغه پيښې څخه خبر کړى وو ، خو دا نه وه معلومه شوې چې دغه هيلي کاپټر دچا سره تعلق لري؟

پاکستاني وزيراعظم ويلي وو د القاعده مشر اسامه بن لادن پاکستان ته نه وو بلل شوى.

په کابل کې د ایمن الظواهري د وژنې په اړه سي اېن اېن د امریکې د امریکې د نېشنل سېکیورټي کونسل د وياند جان کربي نه پوښتنه کړې چې د ايمن الظواهري ډي اېن اې يا طبي معاينې د لارې تاييد ورسره شته؟ هغه په ځواب کې ويلي، د ډي اېن اې تاييد نه لري خو ويډيو مالومات ورسره شته او د نورو سرچينو څخه يي هم تاييد کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG