لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټاکل شوې ده چې سوداګریزې کښتۍ به د جعمې په ورځ له اوکراین څخه روانې شي


واشنګټن – د ګډې همغږۍ مرکز چې د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د شوي تړون څارنه کوي تر څو د سوداګریزو کښتیو له لیارې د اوکراین غلې نړیوال مارکیټ ته ورسوي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، تمه ده درې نورې کښتۍ به د جمعې په ورځ له اوکراین څخه روانې شي.

د اوکراین له اودیسا څخه د ریزانې په نامه لومړنۍ کښتۍ چې په جوارو بار وه د ګل یا دوشنبې په ورځ د لیبنان لورې ته روانه شوې ده.

نویستر به دوهمه کښتۍ وي چې ۳۳۰۰۰ میټریک ټنه جوار پکې بار دي او ایرلینډ ته به روانه شي.

د ګډې همغږۍ مرکز چې د اوکراین، روس، ترکیې او ملګروملتونو استازي پکې دي، همدارنګه د جمعې په ورځ د چرنومارسک له بندر څخه هم د دوو کښتیو وتلو ته اجازه ورکړې.

په پولرنېټ نومې کښتۍ کې ۱۲۰۰۰ میټریک ټنه جوار بار دی او د ترکیې شمال لویدیځ لوری ته روانېږي او همدارنګه په ۱۳۰۰۰ میټریک ټنه جوارو بار د روجن نومې کښتۍ به برتانیې لورې ته روانه شي.

دا په ټوله کې ۵۸۰۰۰ میټریک ټنه غله راځي چې د اوکراین د ټولې غلې ډېره وړه برخه ده ځکه په دغه هېواد کې تر ۲۰ میلیونه میټریک ټنه غله له هېواد څخه وتلو ته تیاره ده.

ملګروملتونو ویلي، د اوکراین په بندرونو کې ۲۸ کښتۍ وتلو ته په تمه دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې راپور ته د زیلینسکي غبرګون:

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي د بخښنې نړیوالې ادارې د زیارت د ورځې هغه راپور ته سخت غبرګون ښودلی چې ویلي وو اوکرایني ځواکونو د استوګنې په ځایونو په ځانګړي توګه په ښونځیو او روغتونونو کې د اډو او راکټي سیستمونو د لګولو له امله ملکي وګړي له خطر سره مخ کړي.

زیلینسکي ویلي، په راپور کې له بده مرغه هڅه شوې، چې ترهګر هېواد ته بخښنه وکړي او له یو یرغلګر هېواد څخه مسولیت قرباني شوي هېواد ته واړوي.

هغه وویل، حتی په فرضي توګه هم داسې څه نشته چې د روس کوم برید دې جایز وبلل شي.

هغه زیاته کړه، زمونږ د هېواد پرضد یرغل په ښکاره یو ترهګریز عمل دی.

د بخښنې نړیوالې ادارې مشرې اګنېس کالمارډ په یو بیان کې ویلي، ادارې یې داسې شواهد راټول کړي چې اوکرایني ځواکونو ملکي وګړي له خطر سره مخ کړي او د جګړې له قوانینو څخه سرغړونه کوي کله چې له ګڼې ګوڼې څخه ډکو ځایونو څخه عملیات کوي.

هغې زیاته کړې، په دفاعي حالت کې شتون دا معنی نه لري د اوکراین پوځ دې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی و نه کړي.

په اوکراین کې د بخښنې د ادارې مشر په فېسبوک لیکلي، چې د اوکراین دفتر ددغه راپور په تیارولو کې ښکېل نه وو.‌ اوکسوانا پکلچک ویلي، د اوکراین دفتر ټول هغه څه وکړه چې ددغو راپور د چاپېدو مخه ونیسي او دا راپور د بهرنیو څېړونکو لخوا تیار شوی.

امنیسټي ویلي، څېړونکو یې په اوکراین کې د روسانو بریدونه د اپرېل او جولای په میاشتو کې کوم چې په خارکیېف، مایکولیف او ډانباس سیمو کې شوي څېړلي دي او دا څېړونکو دا موندلې ده چې اوکرایني ځواکونو د ګڼې ګوڼې له ډکو ځایونو څخه بریدونه کول او په ۱۹ ودانیو او کلیو کې یې مرکزونه جوړ کړي وو.‌

امنیسټي ویلي، "د استوګنې دغه اکثره سیمې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په کیلومټرو لېرې واټن کې وې."

راپور زیاتوي، ددغو ملکي ځایونو پر ځای نور داسې ځایونه وو چې هغوی کارولی شوو لکه پوځي اډې، ځنګلونه او یا له ملکیانو څخه لېرې ودانۍ.

امنیسټي ویلي، داسې څه نه دي موندل شوي چې د اوکراین پوځ چې د ملکیانو ترمنځ‌ یې ځای نیولی وو له ملکیانو څخه غوښتي وي چې له دغو ځایونو څخه ووځي.

خو زیلینسکي وویل، هر هغه څوک چې روسانو ته بخښنه کوي، او په جعلي توګه داسې معلومات خپروي چې د ترهګرو لخوا ځینو بریدونو ته دلیل جوړوي په دې نه پوهېږي چې دوی له ترهګرو سره مرسته کوي.

هغه زیاتوي، کله چې تاسو داسې غلط راپورونه خپروئ نو تاسو هم له هغوی سره د خلکو په وژلو کې مسولیت لرئ.

د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د لویدیځ پوځي‌ اتحاد دوه دندې دي، یو دا چې د روس د یرغل په وړاندې له اوکراین سره مرسته وکړي او دوهم د ناټو او روس ترمنځ د دغې جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي ناروې کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، دا د ناټو اخلاقي مسولیت دی چې له اوکراین او د دغه هېواد تر یرغل لاندې خلکو سره مرسته وکړي.

سټالټنبرګ وویل، "مونږ جګړه او په ملکیانو باندې بریدونه او ویجاړی وینو چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې مو نه دی لیدلی. مونږ د دې په وړاندې بې تفاوته نشو پاتې کېدای."

سټالټنبرګ وویل، که د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د پوځي ځواک په کارولو سره هغه څه ترلاسه کړي چې یې غواړي نو نړۍ به يو ډېر خطرناک ځای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG