لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتاح اسماعیل دا رد کړې چې د ډالر نرخ د مرکزي‌ بېنک لخوا کم شوی


PAKISTAN-ECONOMY-BUDGET
PAKISTAN-ECONOMY-BUDGET

د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل دا خبره رد کړې ده چې ګواکې د ډالر نرخ د مرکزي بېنک یا د ده لخوا کم کړای شوی دی.

نوموړي په کراچۍ کې د سوداګرو او صنعت کارانو سره د خالي یا شنبې په ورځ د یوې غونډې پر وخت هغه ویلي، په بېنک کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت د طالب او رسد د توازن له لیارې کم شوی دی.

مفتاح اسماعیل وویل، د ډالر قیمت د طلب او رسد د تولې له لیارې ټاکل کېږي او په کومه ورځ چې زیات ډالر راشي‌ نو د هغې قیمت هم کمېږي.

سږ کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند حکومت د عدم اعتماد د لارې له ختمېدو وروسته په پرلپسې توګه د ډالر نرخ زیات شو او روپۍ د ډالر په وړاندې په تاریخي توګه وغورځېده خو اوس د تېرو څو ورځو راهیسې په بېنک او خلاص مارکیټ کې ډالر تر ۱۶ روپیو لاندې راغی.

له همدې امله داسې پوښتنې کېدې چې تر اوسه خو آی ایم اېف هم پاکستان ه د ۱.۲ ارب ډالرو قرض نه دې منظور کړی نو بیا څنګه د ډالر قیمت په لاندې راروان شو.
مفتاح اسماعیل وايي، پاکستان د اي اېم اېف په فنډ کې په زړه پورې پرمختګ کړی او ورسره متحده عرب اماراتو هم د پاکستان د ونډو په بازار کې د يو ارب ډالرو پانګونې اعلان کړې.
د اقتصادي چارو پوهان وايي، د ډالر د قيمت د کمي ترشا مختلف سياسي او د مرکزى حکومت مالي اقدامات دي.
د مالي چارو خبریال مهتاب حېدر له ډيوې سره خبرو کې وايي، د ډالر په قدر کې د کمى علت هم په بنيادي توګه د طلب او رسد توازن دې.
نوموړي بيا وايي، ددې پرشا نور هم وجوهات شته.
دې وايي، د هېواد په سياست کې راغلي استحکام هم په مارکېټ لوی اغېز کړی دی.
د مهتاب حېدر په قول پدې وروستیو کې مرکزي حکومت په درامداتو کې چې کوم بندیز لګولې وو نو د هغې سره د هېواد تجارتي خساره کمه شوه او ددې ګام اغیزې په اېکسچنج رېټ هم وغورځېد.
ښاغلى مفتاح اسماعیل ویلي، چي تېر کال پاکستان د 80 ارب ډالرو درامدت کړي او يواځې د 30 ارب ډالرو برآمدات یې کړي چې له کبله یې تجارتي خساره 18 ارب ډالرو ته رسېدلې وه او د 17 ارب ډالرو کرنټ اکاونټ خساره رېکارډ شوې ده.
د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين وايي، په دې ورستیو کې د حکومتي ګامونو له امله د پاکستان په درامدي بل کې نزدې د 2 ارب ډالرو کمې راغلې.
دی وايي، کله چې درامدت کم شي نو ورسره د ډالر بهر تګ کم شي او دا ښيي چې له دې سره د روپۍ په قدر هم فشار راکم شوې دې.
دې وايي، که وکتل شي نو د پاکستان تجارتي خساره هم کمه شوې او ددې ښه اغیز په روپې هم پریوتی.
نوموړي وويل، پدې کې د خزانې د وزارت کردار هم شته. پاکستان د اي اېم اېف د شپږ ارب ډالرو قرض پروگرام د بحالې په لړ کې د قرض ورکونکې ادارې شرطونه هم پوره کړل او وروستیو ورځو کې د اي اېم اېف د چارواکو مثبتو بیانونو هم د روپۍ په قدر ښې اغېزې وکړې.
د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل دا باور هم ښکاره کړ چې درې مياشتې وروسته به د برېښنا یا بجلۍ قيمتونه په کمېدو شي.‌

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG